اروپايي ټولنه: په افغانستان کې اداري فساد زغملای نه شو

د اروپايي ټولنې د پارلمان استازي وايي، چې دوی په افغانستان کې د اداري فساد پرړواندې مبارزې ته د نورو کارونو په پرتله لومړیتوب ورکوي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان یوشمېر استازي په بېلابېلو برخو کې د افغانستان وضعیت ارزولو له پاره کابل ته راغلي او د خبري غونډې پرمهال یې وویل، چې اروپايي ټولنه د افغانستان له پيچلي سیاسي او ټولنیز وضعیت څخه خبره ده.

په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې غړي پیتروس اوس تریوستیوس وویل، چې اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره د اقتصادي ودې او امنیت ټينګښت برخه کې تازه هوکړه لاسلیک کړه.

 د اوس تریوستیوس په خبره، اروپايي ټولنه له ۱۵ کلونو راپه دې خوا افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او نور دوی په افغانستان کې اداري فساد نه شي زغملی.

د اروپايي ټولنې دغه استازی زیاتوي، چې دوی د ملي اقتصاد ودې، حکومتولۍ، پولیسو او نورو برخو کې له افغان حکومت ملاتړ کوي؛ په دې برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي خو د پایلو غوښتونکي دي.

د ده په خبره، که د اروپايي ټولنې مرستې د افغانستان ريښتینو اړمنو ته ونه رسېږي د اروپايي ټولنې له پاره د منلو نه دي او د افغان حکومت د ناکامۍ په معنا دي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان یو بل غړي هربرت دارفمن وايي دغه ټولنه او خپل ۲۸ غړي هېوادونه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دي.

د دارفمن په خبره، د دوی ارزونې په ډاګه کوي، چې ډېر افغانان د وزګارتیا او ناامنۍ  له امله اروپاته کډوال شوي او دوی هڅه کوي، چې افغانستان کې امنیت او د وزګارتیا ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.

 نوموړی وايي، د اروپا پولې یوازې د هغو کډوالو پرمخ خلاصې دي، چې سیاسي او امنیتي ستونزې ولري.

له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی، چې په نړۍ کې ډېر بېځایه شوي کډوال لري او دا د دې لامل شول، چې اروپايي هېوادونه د کډوالو ورتګ په تړوا شرطونه سخت کړي.

له دې وړاندې د اروپايي ټولنې هېوادونو اعلان کړی و، چې د افغان کډوالو په تړاو به ټولو کارکړنو او پروګرامونو ته بدلون ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام