په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل ملبین نن چهارشنبه (جون ۱) په کابل کې د " اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ د بشري حقونو دویمو ملي خبرو اترو"غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ماتیدونکی او د اندیښنې وړ دی.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندیښنې وړ دی، خو بیا هم اروپایي ټولنه د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان هڅې ستايي او د تعقیب غوښتنه يي کوي.
ملبین زیاته کړه، د وارسا کنفرانس له پاره دا خبرې اترې ښه فرصت دی، چې افغانستان د بشري حقونو په اړه نړیوالو ته خپلې ژمنې وښیي.
هغه وویل: " د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه، د اعدام او شکنجې سزا، ناوړه چلند، د وینا ازادي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله، عدالت ته نه لاسرسی او د معلولیت لرونکو کسانو حقونه هغه موارد دي چې په پرله پسې توګه اروپايي ټولنه اندیښمنوي."
دغه راز، غونډې ته د اروپايي ټولنې استازي په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه پرخپلو ژمنو ټینګار او له افغان دولته ملاټر اعلان کړ.
په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش غونډې ته وویل، چې حکومت پر خپلو کړو ژمنو ولاړ او د بشري حقونو په برخه کې حکومت پیاوړې اراده لري.
دانش زیاته کړه، افغان حکومت په دې برخه کې لاهم د نړیوالې ټولنې پانګونې ته اړتیا لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ټاکنو ته چې د ۲۰۱۷ م ز کال په مني کې په نیویارک کې ترسره کیږي، افغان دولت یادې شورا ته خپله نوماندي اعلانوي.