یو شمېر پخواني ملکي او نظامي تقاعد شوي مامورین نن ورځ (دوشنبه) د تقاعد ریاست مخې ته د خپلو حقونو د غوښتنې او د اعتراضیه غږ پورته کولو له پاره ور ټول شوي وو.
دغه اعتراض کوونکي شکایت کوي، چې دوی ته له ۱۳۹۵ لمریز کال پيل راهیسې تنخوا نه ده ورکړل شوې.
د عبدالحمید په نوم یو تقاعد شوی مامور وايي، د تقاعد ریاست د زماني جدول پر بنسټ ۵ میاشتې کېږي، چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي.
د ادم خان بارکزي په نوم یو بل متقاعد شوي وویل، د دې پر ځای چې حکومت تقاعد شويو کسانو ته روغتیايي او اقتصادي بیمه ورکړي؛ حکومت یې کمزوري کوي.
تقاعد شوی عبدالاحد بیا وايي، چې د تقاعد ریاست مامورین د دوی په برخه کې ناغېړي کوي.
له بل لوري د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مسوولین وايي، چې معیوبین او تقاعد شوي کسان د خپلو معاشونو له پاره په ټاکلي وخت نه ورځي.
دوی وايي، تقاعد شوي کسان له ټاکلي وخت وروسته مراجعه کوي او په ورته وخت کې بیا د ټولې تنخوا غوښتنه کوي، چې دغه چاره د ستونزې لامل کېږي.
د همدې وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي سلام وطندار ته وویل، چې وزارت د تنخوا ورکولو په بودیجه کې نږدې یو میلیارد افغانۍ کمبود لري.
دی وايي، د مالیې وزارت ته وړاندیز شوی او هغوی هم منلی، چې دغه اندازه پیسې به دوی ته د معلولینو او متقاعدینو د معاشونو له پاره ورکړي.
دی وايي، ډېر ژر به د تقاعد شویو مامورینو د تنخوا ستونزه حل شي.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د تقاعد خزانې عمومي رییس هم د تقاعد شویو کسانو په تنخوا کې ځنډ مني او وایي، چې دغه وزارت د یو میلیارد افغانۍ د بودیجې له کمښت سره مخ دی.
دی وايي، د تقاعد شویو کسانو ستونزه به هغه وخت حل شي، چې د مالیې وزارت دوی ته پیسې ورکړي.