اختر کې د کورونا د خپرېدو په اړه د هرات د روغتیايي مسوولانو خبرداری

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا هم په دغه ولایت کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې په دې وروستیو کې خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي او د واده تالارونو، کافي شاپونو، ګېم نېټونو او حمامونو په ګډون، د خلکو د غونډېدو ځایونه پرانستل شوي او خلک په‌کې له هېڅ راز روغتیايي پاملرنې پرته غونډېږي.

تمنا خبرداری ورکړ چې د لوی اختر په درشل کې د دغه شان ځایونو پرانست‌توب به د کورونا دویمه څپه خپره او قربانیان به یې ښايي یو ناورین وي.

د هرات د عامې روغتیا رییس پر کورونا ویروس د نویو اخته کېدو او دغه راز د مړینو کچې نه کمېدو ته په اشارې وايي، تر اوسه په هرات کې ۵ زره ۴۸۲ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او له ۲۲ زرو ډېر کسان د کورونا ویروس په شک تر کلینیکي معایناتو لاندې نیول شوي دي.

روغتیايي چارواکي له خلکو غواړي چې پر کورونا ویروس د بوډاګانو، ناروغانو او امیندوارو ښځو له اخته کېدو د مخنیوي لپاره د اختر په ورځو کې له کورونو ونه وځي، ماسک واچوي، ټولنیز واټن رعایت او لاسونه بیا بیا په صابون ومینځي.

د افغانستان د مدني ټولنې بورډ نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال له حکومت او خلکو غوښتنه وکړه چې کورونا جدي وګڼي او د اختر په ورځو کې پر ګرځېدو بندیز ولګوي.

د دغه بورډ غړیو پر حج او اوقافو وزارت هم غږ وکړ چې د جوماتو له ملاامامانو او خطیبانو په رسمي توګه وغواړي چې د اختر لمونځ لنډ ادا او له خلکو وغواړي چې خپلو کورونو کې پاتې شي.

د کورونا ویروس د بیا خپرېدو په تړاو خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۶ نور کسان هم پر کورونا ویروس اخته شوي او له امله یې ۱۰ هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې سره پر کورونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۶ زره ۲۶۳ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې دغه راز ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې له کورونا ویروس نه ۱۸ کسان ښه شوي دي.

تر اوسه د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو شمېر ۱۲۹۶ او ترې د ټولو رغېدلو شمېر ۲۵ زره ۱۹۸ کسانو ته رسېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام