د شر شر جومات ملا امام څه کړي؟

د عبدالصمد په نوم یو ملا د تخار د کلفګان ولسوالۍ د زردالو په کلي کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی.

دغه نجلۍ نفیسه نومیږي او ۸ میاشتې کیږي چې امید واره ده.

د کلفګان ولسوال نورمحمد په وینا، ملا عبدالصمد د روژې په میاشت کې لومړی بې هوشه کړې او بیا يې پرې جنسي تېری کړی.

نورمحمد زیاتوي، چې ملا عبدالصمد د شرشر جومات امام دی.

دغه ملا نفیسې او د هغې نورو همزولو ته قران ور زده کاوه.

ملا په خپل جرم اعتراف کړی او په اعتراف کې یې دا هم ویلي، چې ده په یادې نجلۍ باندې څو ځلې جنسي تېری کړی.

تیری کوونکی ملا امام ۳۵ کاله عمر لري.

د تخار ولایت د ښځو چارو ریسه رزم ارا وایي،  د میرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندیښنې وړه دی.

نوموړې زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي کچې د ټیت والي په موخه یې څو ځلې له حج او اوقافو له ریاست څخه غوښتي، چې د جوماتونو ملا امامانو ته دې لارښونه وکړي او په دې برخه کې د ملایانو عامه پوهاوي کچه زیاته کړي.

د تخار ولایت د علماو شورا مشر صمد سلام وطندار سره په خبرو کې پر ملا لګول شوي تورونه ردوي او وايي، چې دا د ملا امامانو پر وړاندې يوه دسيسه ده.

صمد زياتوي، چې تورن شوی ملا ګرم نه دی، ځکه په دې وروستيو کې ځينې حلقې را پېدا شوي، چې غواړي روحانيون بدنامه کړي.

صمد وایې چې ظاهرا حکومت په دې دسیسو کې لاس لري، او رسنۍ هم د روحانیونو کوچنۍ خطا لویوي په داسې حال کې چې ټولنه له منکراتو څخه ډکه ده.

د دې ولایت د علماو شورا مشر زیاتوي، چې ملا عبدالصمد د شکنجې او زور په نتيجه کې اعتراف کولو ته اړ ایستل شوی دی.

د علماو شورا مشر عبدالصمد وايي، چې غربي سیاست په دې هېواد کې د ملا امامانو او روحانیونو د بدنامۍ لپاره کار کوي او دا شان پېښې د دوی له لوري له پخوا نه پلان شوي دي.

له بل لوري د کلفګان ولسوال دا ډول پلانونه ردوي او وایي، چې د نفیسې کورنۍ  په خپله د روان کال هـ ش کال د کب په ۱۰ پولیسو سره داخبره شریکه کړې ده.

 د یادې ولسوالۍ  ولسوال د ملا شکنجه کول ردوي او زیاتوي، چې ملا د سیمې د مشرانو او لویانو په حضور کې په خپل ترسره کړی جرم اعتراف کړی دی.

په تخار ولایت کې مدني ټولنې فعال ارین خراساني له داسې کسانو دفاع شرمونکی بولي.

خراساني زياتوي، چې  روحانیون باید د داسې غیر انساني کړنو د توجه په لټه کې نه شي.

دغه مدني فعال وایي، د تخار د علماو شورا رییس باید د خپلو څرګندونو په اړه بښنه وغواړي.

دا لومړی ځل نه دی؛ وړاندې له دې په کندز ولایت کې هم يو ملا په يوې نجلۍ جنسي تېری کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام