د طالب بندیانو پر خوشې کولو د شنونکیو نیوکې

که څه هم په‌دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی، خو ولسمشر محمداشرف غني د کوچني اختر په ورځ اعلان وکړ چې د سولې لویې مشورتي جرګې ته د غوښتنې له مخې به ۸۸۷ طالبان له بنده خوشې کړي.

خو یوشمېر پوځي شنونکي باور لري چې له بندخونو د طالب بندیانو خوشې کول، د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو پر روحیې ناوړه اغېز کوي.

پوځي شنونکی جاوید کوهستاني وايي، ولسمشر د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره د طالبانو په خوشې کولو سره نوې لوبه پیل کړې ده.

نوموړی د ولسمشر وروستی اقدام طالبانو ته امتیاز ورکول بولي او وايي، له زندان نه د طالبانو خوشې کولو مخینه ښيي چې خوشې شوي کسان بېرته د طالبانو لیکو ته ورځي.

په همدې حال کې یو بل پوځي شنونکی میرزامحمد یارمند وايي، که حکومت د طالبانو د خوشې کولو په برخه کې هېوادوالو ته مالومات ور نه‌کړي، د حکومت د کړنو په اړه به منفي لیدلوری غوره کړي.

یارمند باوري دی چې ټاکنیزو موخو ته د رسېدو لپاره طالبانو ته امتیاز ورکول کومه ګټه نه‌لري.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي سلام‌وطندار ته وویل، ډېری بندیان چې ټاکل شوې خوشې شي، په صعب‌العلاج ناروغۍ اخته دي، ځينې یې ډېر عمر لري او د یوشمېر نورو د بند موده په خلاصېدو ده.

مرتضوي د بندیانو خوشې کولو موضوع له ټاکنیزو سیالیو سره تړل ناسمه او بې‌بنسټه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې یاد طالب بندیان تر راتلونکیو لسو ورځو پورې د افغانستان له زندانونو نه خوشې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام