هغه مهال چې غزنی د طالبانو لاس ته ورغی، د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالي هم طالبانو ونیوله.
خو اوس د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي چې امنیتي ځواکونو نن سهار د خواجه عمري ولسوالي ودانۍ بېرته ونیوله. د ملي دفاع وزارت هم دا خبر تاییدوي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د یادې ولسوالي تر نیولو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې په خواجه عمري ولسوالي کې د نورو امنیتي ځواکونو په ځای پرځای کولو سره به د دې ولسوالي ټولې ادارې برخې فعالې شي.
په همدې حال کې د غزني د ولایتي شورا غړی حسنرضا یوسفي وايي چې طالبانو د خواجه عمري ولسوالي د ودانۍ ځینې برخې نړولي او امکانات او تجهیزات یې هم سوځولي دي. د نوموړي په وینا، کېدای شي طالبانو د ولسوالي په ودانۍ او ورغلو لارو کې ماینونه ځای پرځای کړي وي.
طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
افغان ځواکونو شاوخوا لس ورځې وړاندې د غزني ولایت دهیک ولسوالي هم له یو کال وروسته له طالبانو ونیوله.
د ملي دفاع وزارت داسې مهال د خواجه عمري ولسوالي د بېرته نیولو خبر ورکوي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، هغه سیمې چې له کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دي، ډېر ژر به بېرته ونیول شي.