
د نړۍوالو بنسټونو شمېري ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال کې له ۲۰زرو نه ډېرو وګړیو خپل ژوند د هوا د چټلوالي له امله له لاسه ورکړیدی.
د فارین پالیسي د راپور پر بنسټ، په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون د تنفس برخه هر کال دومره له ماشومانو ډکېږي چې په اسانۍ سره تنفس نهشي اخېستلی.
د دې راپور پر اساس، په افغانستان کې وګړي له جنګه ډېره قرباني چټلې هوا ته ورکوي.
د «هوا د نړۍوال وضعیت» بنسټ د راپور لهمخې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې له ۲۶زرو نه ډېرو وګړیو د هوا د چټلوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړیو.
فارین پالیسۍ د تنفسي ناروغیو ریښه د افغانانو اقتصادي ستونزو سره تړلې ده او ویلي دي چې د ژمي په موسم کې خلک د کورنو د ګرمولو لهپاره له پلاستیکي موادو او ډبرو سکرو نه ګټنه کوي او د برېښنا لهپاره له جنراتورونو نه استفاده کولو هم د هوا په چټلوالي کې ونډه لرلې ده.

راپور زیاتوي، تر دې اندازې چې په کابل کې هوا ښه وي؛ خو بیا هم ځېنو ځایونو کې د هوا چټلوالی لیدل کېږي.
د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې رییس عزتالله صدیقي فارین پالیسۍ ته ویلي، د ځېنو ادارو په لاسوهنې او مداخلې سره د هغو شرکتونو مخنیوی نهشي کولی چې د سون غیرمعیاري مواد پلوري.
د صحت طفل روغتون د تنفسي ناروغیو یو متخصص ډاکټر دې مجلې ته ویلي چې د ژمي په موسم کې د دې ناروغۍ مراجعهکوونکي ډېرېږي او په هر تخت باندې دوه ناروغان څملوي او کله ناکله خو د روغتون پر فرش باندې هم د ناروغانو د درملنې اړتیا پېښېږي.
د دې متخصص په خبره، د دې برخې ناروغان تر ډېر له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې عمر لري.





