ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب سبا د نورو ۹ لوبډلو سره په ګډه د انګلستان په کوربتوب د «چای» په یوه شاهي مېلمستیا کې ګډون وکړي.
د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، ټاکل شوې، سبا چهارشنبه د می پر ۲۹مه د انګلستان ملکه اېلیزبت په ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام کې د ګډونوالو لوبډلو مېلمستیا وکړي.
دغه مېلمستیا د شاهي کورنۍ لهخوا د انګلستان په پلازمېنې لندن ښار ویسټ منسټر په «بکینګهم» ماڼۍ کې برابره شوې چې د نړۍ له تاریخي ماڼیو شمېرل کېږي.
دې میلمستیا ته یوازې د ټولو ګډونوالو ۱۰ واړو کرېکټ هېوادونو ملي لوبډلو کپتانان ورغوښتل شوي چې د افغانستان استازیتوب به نوی ګومارل شوی کپتان ګلبدین نایب کوي.
په همدې حال کې کرېکټ نړۍوالی شورا د نورو لوبډلو په څېر افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته هم د (میچ فکسرانو) څخه د ځانساتنې د ورکشاپ وروسته د نورو لوبډلو په څېر ۲ امنیتي ساتونکي هم ورکړيدي.
د نړۍوالی شورا په ورکشاپ کې د افغان لوبډلې په شمول ټولو لوبډلو ته ویل شوي چې څنګه د پیسو لالچ ورکوونکیو کسانو نه لېری اوسي او د کومې پېښې په صورت کې دوی ته خبر ورکړي.
د کرېکټ نړیوالی شورا لوبغاړیو ته د زمبابوی پخواني کپتان ګریم کریمر هغه د ۷ دقیقو ویډیو هم ور وښودله چې ۲۰۱۷ کال کې د ویسټانډیز په سفر کې د میچ فکسرانو د ۳۰ زرو ډالرو وړاندیز وروسته یی څرنګه کرېکټ نړۍوالې شورا ته خبر ورکړ.
په ورکشاپ کې لوبغاړیو ته د دوو هندي میچ فکسرانو عکسونه هم وښودل. د دوی د چل ـ ول او د لوبغاړیو په ښکېلولو کې یی د دوی د لارو چارو په اړه معلومات ورکړل او هم یې پوه کړل چې د دوی په خوښه د پیسو په بدل کې د لوبې حالت بدلولو په موخه نه یوازې هر قسم وړاندیزونه ونه مني، بلکې نړۍواله شورا پری هم خبره کړي.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې پرون د انګلستان خلاف د نړۍوال جام دویمه تمریني لوبه په لندن کې وکړه او نن د انګلستان بریسټول ښار ته روانه شوه.
د انګلستان په کوربتوب ۱۲م پړاو ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي؛ خو افغان کرېکټ ملي لوبډله به د جون په لومړۍ نېټه بریسټول لوبغالي کې لومړۍ سیالۍ له اسټرالیا سره وکړي.