پروان کې یو پولیس له ۲ زرو ډېر ماینونه شنډ کړي

بشیراحمد رسولي هغه پولیس افسر دی چې د بشر یا هم نورو ډېرو ژویو له مرګوني توکي یانې ماین سره سروکار لري.

دغه پولیس افسر اته کاله مخکې د ماین شنډولو دنده پیل کړه او تراوسه په همدې دنده کې بوخت دی.

په‌دغه مرګوني ماموریت کې، وطن ته خدمت، د ماشین شنډولو وسایل، ځانګړې جامې او فني زده‌کړې د ښاغلي رسولي ملګري دي.

افغانستان دا مهال د ماین‌چاودنې مرګونو پېښو شاهد دی او رسولې څو ـ څو ځلې له خپلو ځانګړیو جامو سره د ژغورنې فرښتې په توګه ښه ډېر ماینونه شنډ کړي‌.

پولیس افسر رسولي ـ چې اوس ۳۲ کلن دی ـ توانیدلی چې په بلخ، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د دندې پر مهال له مرګونو پېښو روغ ـ رمټ ووځي.

بشیراحمد رسولي چې ـ اوس د کاپیسا ولایت امنیې قوماندانۍ د انجنیري امر دی ـ وایي د پولیسو له لیکو سره د یو ځای کېدلو لامل یې په وړکتوب کې له پوځي برخې سره مینه وه. سره له دې چې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی؛ خو د خپلې مینې له‌مخې د پولیسو له لیکو سره یو ځای شوی‌.

رسولي سلام وطندار سره په نیم‌ساعته خبرو کې د خطرناکو دندو یادونه وکړه چې کله ناکله یې غوښتل له دندې لاس پر سر شي؛ خو بیا هم ستونزو ته تسلیم نه‌شو.

رسولي وایي، له ماین پرته بل دوښمن نه‌لري او د ماین شنډولو له هر ځلي بریا یې تر پخوانۍ هغې ډېر خوند اخېستی او دغه خوند یې بیا په بله هیې برخه کې نه‌دی موندلی.

دغه ماین‌پاک پولیس افسر زیاتوي، د ماین‌پاکولو لومړۍ دنده یې په ډېره وېره د پروان مرکز اړوند په خاله‌زیو سیمه کې پیل کړې‌وه او تراوسه یې ۲ زره او څو سوه ماینونه په بري سره شنډ کړي‌دي.

دی ـ چې درې اولادونه لري ـ دندې ته د تګ پرمهال یې زړه ورنه نه‌کېږي؛ خو بیا هم خپل ماموریت ته ځان په‌دې پار چمتو کوي چې نور هېوادوال یې په ارامه ژوند وکړي.

د امنیتي مسوولانو د اطلاعاتو پر بنسټ، په وروستۍ لسیزې کې په پروان کې د پوځیانو او ملکیانو کم تلفات د ماینونو د شنډولو له امله دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام