مولوي سمیع‌الله ریحان ووژل شو

کورنیو چارو وزارت وايي چې مولوي سمیع‌الله ریحان نن د جمعې لمانځه پرمهال د کابل نهمې حوزې اړوند په پکتیاکوټ سیمه کې د التقوا جومات په ممبر کې د چاودیدونکیو توکیو د چاودنې له امله له څوو نورو کسانو سره ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت فېسبوک‌پاڼه وايي چې په‌دې چاودنې کې ۱۶ تنه نور هم ټپيان شوي‌دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، پولیس دا پېښه څېړي او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

مولوي ریحان یو له هغو دیني عالمانو و چې د موجود نظام ملاتړ یې کولو او په ایتونو او احادیثو یې په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او ناروا بلله او د افغان ځواکونو میړانه او دفاع یې جهاد بللو.

دی په یو خصوصي ټلوېزیون کې د دیني خپرونو چلوونکی هم و.

تراوسه کومې چا یا وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام