د هلمند سویلي ګرمسیر ولسوالۍ د پراخو سیمو ترڅنګ خانشین او دیشو ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو ترولکې لاندې دي چې پهدې ولسوالۍ کې له کانونو د خپلسرو کیندنو رپوټونه خپرېږي.
د هلمند ولايتي شورا رییس عطاالله افغان وايي، د هغه ولایت د خانشین ولسوالۍ کې د روخام غره او په ځانګړې توګه بلوچستان رباط سیمي ته څېرمه د دیشو اړوند د سرو زرو کانونو کې پاکستانیان په سیستماتیک ډول خپلسرې کندنې کوي او بیا يې له بلوچستان ایالاته د هوا او ځمکي له لاري خپلو مرکزونو ته وړي.
ښاغلی افغان زیاتوي، که څه هم دا مسله نوې نهده؛ خو په وروستیو څوو میاشتو کې یې په بېساري ډول زور اخېستی دی.
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلي پیغام کې د هر ډول غیرقانوني کان کیندنې او قاچاق خبر ردوي او وايي، هېڅ پاکستاني ته يي د روخام یا سرو زرو په کانونو کې د کیندنو او قاچاق اجازه نهده ورکړې.
دا یوازي روخام او سره زر نهدي چې کانونه يې په ناامنه او خلاصو سیمو کې دي او په غیرقانوني ډول کیندل کېږي. د خانشین او دیشو ولسوالیو په ریګونو او دښتي سیمو کي دلتیمو ترڅنګ د یورانیمو او یو شمېر نادرو عناصرو ذخیرې هم شته چې د څېړنو لهمخې، د الوتکو او پرمختللو وسلو په جوړولو کې ترې کار اخېستل کېږي.
د خانشین پخوانی ولسوال او قومي مشر نجیب بلوڅ وايي، د رباط په سیمه کې د طلا کان کې د پاکستاني او چینايي انجینرانو لهخوا کیندني او د موادو راکښل دوام لري.
که څه هم د کانونو اړوند سیمي اوس د حکومت له کنټروله وتلې دي؛ خو د پاکستانیانو او قاچاقیانو له لاسه د دې طبیعي زېرمو د کلیندلو لهپاره حکومت کوم کار او پلان په لاس کي لري.
د هلمند والي وايي، دوی او د کانونو او پترولیم وزارت یوځای څه موده مخکې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره درې طرحي شریکې کړېدي، که هره یوه يې ومنل شي؛ د هلمند په جنوب کې له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پراته کانونه ساتلی شي.
تورنجنرال محمدیاسین وویل، دوی منتظر دي؛ خو تراوسه يې ځواب نهدی ترلاسه کړی.
پوښتنه دا ده چې له لښکرګاه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لېرې د دې کانونو ساتنه څومره ممکنه او اسانه ده؟ د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وايي، که حکومت وغواړي په یو کنډک سرتېرو د ټولو قاچاقیانو مخه نیولی شي.