په هرات کې په پټو او دستمال مخ پټولو باندې بندیز ولګېد

د هرات امنیې قوماندانۍ نن په‌دې ښار کې د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو د ډېروالي د مخنیوي په پار د نرانو له لوري په پټو او دستمال باندې مخ پټول منع اعلان کړی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې په پټو او دستمال باندې د مخ پټول د دې ښار د اوسېدونکیو په منځ کې د وېرې پيداکولو سبب شوې‌دي او د سر او صورت په پټولو سره هېڅ نر نه‌شي کولی چې په ښار کې وګرځي.

ښاغلی ولي‌زاده وايي، د پولیسو څېړنې ښيي چې د جنايي جرمونو او غلاوو پر مهال ډېرو غلو مخونه په څادر پټ کړي او له خلکو یې غلاوې کړې‌دي.

د هغه په خبره، د هرات امنیې قوماندانۍ د ښار ټولو امنیتي حوزو ته امر کړی، د هغو اشخاصو پر وړاندې ـ چې له مخه د څادر او دستمال په تاوولو سره هڅه کوي غلا او جنايي جرمونه ترسره کړي ـ جدي چلند وکړي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې په یوه ورځ کې یې د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو په تړاو ۱۰۰تنه نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام