
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنو کولو د شرایطو او په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي امکاناتو د کارولو په اړه اندېښنه دي.
نوموړي چې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټول تدابیر نیول کېږي او د حکومت د یوه مسوول په توګه به د هغې طرحې ملاتړ وکړي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دولتي امکاناتو د کارولو مخه ونیسي.
عبدالله وايي، دا کار باید خلکو ته د خدمت کولو او د حکومت د اجراتو مخه ډب نهکړي؛ ځکه افغانان مرستې او خدمتونو ته اړتیا لري.
اجرایوي رییس د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د ملي یووالي حکومت پر ژمنې د ټینګار ترڅنګ وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پهدې اړه خپله طرحه له حکومت سره شریکه کړې ده. عبدالله دغه راز له ټاکنو کمېسیون نه غواړي چې خپل پلانونه او کارونه د ټاکنو له مهالوېش سره سم ګړندي کړي.
اړوند مطالب:
ولسمشريزې ټاکنې د میزان پر ۶مه نېټه کېږي
غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي دي

اجرایوي رییس وايي، د دې لپاره چې طالبان د جګړې پر دوام ټینګار کوي، تراوسه د سولې په برخه کې عملي ګامونه نهدي اخېستل شوي.
د عبدالله په وینا، طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند ته نه وویل او جګړه لا هم دوام لري.
د یادونې ده چې د سولې مشورتي لویې جرګې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په یوه پرېکړهلیک کې چې ۲۳ مادې یې لرلې، له طالبانو وغوښتل چې په روژه کې اوربند وکړي، خو طالبانو د جرګې غوښتنه و نه منله او پهدې میاشت کې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.





