د سرپُل ولایتي شورا غړی اسدالله خُرم وايي، طالبانو پرون د سنچارک ولسوالۍ «خواجهسرخ» سیمه کې لومړی دغه ۶ ملکي وګړی له موټره ښکته کړي او وروسته یې ځان سره بیولي دي.
ښاغلی خُرم زیاتوي، ۴ تښتول شوي کسان د سوزمهقلعه ولسوالۍ او ۲ نور هم د سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نهشته.
هاخوا د سنچارک ولسوال نقیبالله دقیق هم د طالبانو له لوري د دغو کسانو بیول تاییدوي او وايي، د وسلهوالو دغه کار د سرپُل یو شمېر اوسېدونکیو اندېښنې راپورته کړيدي.
طالبانو د یادو کسانو بیولو په اړه نظر نهدی ورکړی.
ورته مطالب: