د افغان سولې لهپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو شپږم پړاو د پرمختګ وړ بولي خو زیاتوي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په پار د یو چوکاټ د جوړولو په تړاو هڅې سستې وې.
د خبرو اترو دا پړاو هم په قطر کې پیل شوی چې ۳ ورځې یې دوام وکړ او پرون پای ته ورسېد.
ده له دې وروستي پړاو خبرو اترو وروسته په خپل ټویټر لیکلي چې د طرحې پر عملي جزیاتو به کار وشي.
په ورته وخت کې طالبانو د خبرو اترو وروستی پړاو مثبت بللی او په دې خبرو کې یې د پرمختګ خبر ورکړیدی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټويټر لیکلي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظرونه په پوره حوصلې سره واورېدل.
د دواړو خواوو ترمنځ د تېرو خبرو په شان د دې غونډې نور جزیات هم نهدي رسنیز شوي؛ خو ښاغلي شاهین ویلي چې پهدې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړې شوې مسودې له بحث وروسته په ځېنو برخو کې پرمختګ وشو؛ خو ځېنې پاتې دي.
شاهین وايي، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو لهپاره به تیاري نیسي.
خو د افغان سولې لهپاره د امريکا سفير د خبرو اترو چټکتيا کافي نه بولي او د دغه بهير د لا گړنديتوب غږ کوي.
د افغان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تل په څېر یو ځل بیا د پر ټولو غاړیو د تاوتریخوالي په کمولو غږ کړی.
ورته مطالب:





