د تخار په دشتقلعه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې نږدې یوه اوونۍ تېرېږي.
چهارشنبې د پوځ د ځانګړیو ځواکونو د سختو بریدونو په پایله کې ـ چې د ځمکې او هوا له لارې وشول ـ طالبانو د دشتهقلعه ټولې سیمې پرېښودې؛ خو د ځايي چارواکیو په خبره، وروسته لهدې چې د پوځ ځانګړي ځواکونه له ولسوالۍ ووتل، طالبان بیا دې ولسوالۍ ته ور وګرځېدل او د دې دشتقلعه شاوخوا او د ایخانم لاره یې محاصره کړه.
هغه سرحدي ځواکونو ـ چې په سرحدي کمیسارۍ او ایخانم تپه کې ځای پرځای وو ـ د طالبانو له یوې اوونۍ محاصرې وروسته نن سهار له مقاومت پرته خپلې پوستې پرېښودې او د ولسوالۍ مرکز کې ځای پرځای شول.
یو شمېر سرتېري وايي چې د امنیتي چارواکیو د نه پام او د مهماتو او اعاشې نهشتوالي له امله یې خپلې پوستې پرېښودې.
د ایخانم په کمیساري کې د سرحدي ټولي مرستیال عوضمحمد سلام وطندار ته وویل، اوسمهال د دې دواړو پوستو ۶۰ سرتېري د ولسوالۍ په مرکز کې ځای پرځای دي.
د دشتقلعه ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان له جګړې تښتېدلو سرتېرو ته د نوموړي دفتر ته د ورتګ اجازه نهده ورکړې او هغوی ته یې ویلي چې یا دې د جګړې لومړي لیکې ته لاړ شي او یا دې نظامي څانوالۍ ته حاضر شي.
د دشتقلعه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ولسوالۍ شاوخوا ته د طالبانو له بیا حضوره د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په ایخانم کې د سرحدي ځواکونو دواړه مرکزونه طالبانو نیولې دي او د ولسوالۍ په مرکز کې هم وضعیت ښه نهدی.
سره لهدې چې د تخار د امنیې قوماندانۍ سرپرست حشمت مسلم پهدې اړه خبرو کولو ته نه حاضرېږي؛ خو د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي چې مرستندویه ځواکونه دشتقلعه ولسوالۍ ته لېږل شويدي.
د دشتقلعه اوسېدونکي وايي، د وروستیو جګړو له امله له سیمې خلک تښتېدلي او یو شمېر هغو سرتېرو هم د سیمو یو شمېر امنیتي ځواکونو هم صفونه پرېښي او له هېواد بهر وتلي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي وویلي وو چې د دشتقلعه له تصفیې وروسته له څو قوي مرکزونه د دې ولسوالۍ د ساتنې په موخه جوړوي؛ خو تر اوسه یې هېڅ ګام نهدی پورته کړی.
ورته مطالب: