په کابل ښار کې چاودنه؛ تراوسه ۱۸ ټپیان روغتونو ته لېږدول شوي

نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۰ دقیقې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې درنه چاودنه وشوه.

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې بریدګرو د «کونټرپارټ» په نوم یو مرستندویه بنسټ چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې دی، په نښه کړی.

کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځانګړیو ځواکونو تراوسه د یادې ادارې ۱۵۰ کارکوونکي ژغورلي او عملیات لا هم روان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ځانګړي ځواکونه اوس هم د پېښې په ځای کې دي او له بریدګرو سره په جګړه بوخت دي.

تراوسه د یاد برید له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه‌دی معلوم، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه د پېښې له ځایه ۱۸ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

بله‌خوا ولسمشر محمداشرف غني او په کابل کې د امریکا سفیر پر یادې ادارې برید غندلی او هغه یې یو نه بښونکی عمل بللی دی.

وسله‌والو طالبانو د یادې پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې بریدګر یې اوس هم په سیمه کې دي.

د چاودنې په شاوخوا کې لویه څارنوالي او ځینې نور دفترونه، هوټلونه او پلورنځي موجود دي.

کونټرپارټ یوه امریکايي موسسه ده چې د امریکا له نړېوالې پراختیايي ادارې (USAID) سره همکاري لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام