د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاهمحمود نعیمي سلاموطندار ته وویل، یاد سرتېري تېره شپه د فراهرود ـ دلارام پر لویه لار د ملي اردو پر یوه کنډک د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته تر نن سهار پورې دوام درلود، خو د فراه د ولایتي شورا دغه غړی طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه وايي.
د ولایتي شورا مرستیال وايي، طالبانو له هغه وروسته پر یاد کنډک برید وکړ چې په بکواه ولسوالي کې د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې دې ډلې ته درنه مرګژوبله واوښته.
د ۲۰۷ ظفر قولاردو او په فراه کې د امنیتي ادراو مسوولان بیا سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه وايي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.