طالبانو په سرپل کې د دوو پولیسو سرونه پرې کړي

دا پېښه تېر ماښام د دغه ولایت د سوزمه‌کلا ولسوالي په پل دوابه سیمه کې شوې ده.

د سوزمه‌کلا ولسوالي سرپرست وزیرمحمد سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو لومړی د ملي پولیسو د قوماندانۍ د اداري مرستیال علي‌محمد نظري او د دې ولسوالي د سیمه‌ييزو پولیسو د قوماندان علي‌اصغر سرونه پرې کړي او بیا یې پر ډزو ویشتلي دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو یاد پولیس تېره ورځ د سوزمه‌کلا ـ پل دوابه په سیمه کې د تلاشۍ پر مهال له ځانه سره وړي وو.

په همدې حال کې د سوزمه‌کلا ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالي ځینې سیمې او سوزمه‌کلا ته تللې لارې د طالبانو په لاس کې دي چې په یادو سیمو کې د دولت اړوند کسان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دوی خبرداری ورکوي، که دولت دغه سیمې له طالبانو پاکې نه‌کړي، د سوزمه‌کلا ولسوالي به هم طالبان ونیسي.

بله‌خوا د طالب ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي په‌دې برخه کې د څېړنو د پیل خبر ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام