د بدخشان محلي اداره طبیعي پېښو پرمهال د مرستو په برخه کې ناتوانه ده

د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، وروستیو سېلاوونو د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکیو ته درانه مالي زیانونه اړولي؛ خو ځايي ادارې تر اوسه د زیانمنشویو کورنیو وضعیت ته لاس‌رسی نه‌دی کړی.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري سلام‌وطندار ته وویل، زیانمن شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري؛ خو د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره زیانمنشویو ته د ځواب ویلو او مرستې رسولو وړتیا نه‌لري.

د وروستیو سېلاوونو بې‌ځایه شوي ـ چې له ولسوالیو نه د بدخشان مرکز ته تللي ـ وايي، کرایي کورونو کې مرستو ته په تمه دي.

یفتل ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو په دلیل بې‌ځایه شوی خیرالدین وايي، شل ورځې کېږي چې د بدخشان محلي ادارو دروازو شاته سرګردانه ګرځي؛ خو هېڅ بنسټ یې ستونزو ته لاس‌رسی نه‌دی کړی.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر سید عبدالله همایون دهقان وايي، هغو سیمو کې یې د مرستو وېشلو بهیر پیل کړی چې د زیانونو کچې معلومولو سروې یې بشپړه شوې‌دي او ټاکل شوې، پاتې سیمو ته هم مرستې ورسوي.

د ښاغلي دهقان په وینا، د مرستو رسولو له‌پاره پوره چمتووالی لري او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې طرزالعمل پر بنسټ، د ټولو زیانمنشویو ستونزو ته لاس‌رسی کوي.

د ده په خبره، WFP موسېسه د مرستو له‌پاره شاوخوا ۶۱۳ټنه خوراکي توکي لري او له همدې خوراکي توکیو به ډېرې مرستې وشي.

خو د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د طرزالعمل پر بنسټ د مرستو رسولو بهیر د دوی له‌پاره د قناعت وړ نه‌دی.

د بدخشان ولایتي شورا غړیو په خبره، که‌چېرې د دې طرزالعمل پر بنسټ د مرستې رسولو بهیر دوام وکړي؛ له طبیعي پېښو څخه ۸۰ سلنه زیانمن شوي به له مرستو بې‌برخې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام