د «الفتح» عملیاتو پر وړاندې د افغان‌حکومت‌، امریکا او ناټو غبرګون

طالبانو پرون د «الفتح» په نوم د افغان او بهیرنیو ځواکونو پرضد پسرلني جنګي عملیات اعلان کړل.

 د طالبانو دغه اعلان په اړه افغان‌حکومت کلک غبرګون وښود.

د ارګ یوې خبرپاڼې د طالبانو پسرلنیو عملیاتو پیل په غبرګون کې لیکلي چې افغان‌حکومت د طالبانو دغه ډول اعلان د هغوی د نامشروع جګړې دوام نښه بولي او په سختو ټکو یې غندي .

خبر پاڼه کې وړاندې لیکل شوي، طالبان داسې مهال جنګي عملیات اعلانوي چې د افغان‌حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تپل شوې جګړې د پای ته رسولو له‌پاره هڅې ګړندۍ کړي او هم طالب او امریکايي پلاوي پر مخامخ  خبرو بوخت دي.

د ارګ په خبرپاڼې کې یو ځل بیا له طالب‌مشرانو غوښتل شوي چې له جګړې لاس واخلي او د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو ته کېني.

دغه‌راز، د طالبانو جګړه‌ییزو عملیاتو اعلان د افغان‌سولې له‌پاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم کلک غبرګون ښودلی او هغه یې په سختو ټکو غندلي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې د امریکا د حکومت په استازیتوب د طالبانو پسرلنیو بریدونو اعلان غندي.

ده پر پاکستان او قطر هم غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې راوستلو له‌پاره د جګړې په موخه د طالبانو دغه اعلان وغندي.

ښاغلی خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکي: «په‌داسې حال کې چې افغانان د خپل‌منځي خبرو له‌پاره سره راټول شي او ګډ هېواد جوړ کړي، د طالبانو دغه اعلان ښيي چې دوی په تېره تیاره کې بند پاتې دي. د جګړې ډګر ډېر طالب د دوی د ځېنو مشرانو په ګډون د دغه اعلان مخالفت کوي.»

ده ویلي، طالبانو په‌دې اعلان سره وښودله چې دوی د افغانانو د غوښتنو خلاف دي او د زیاتو جګړییزو بریدونو اعلانول د سولې له هلو ځلو سره مرسته نه کوي.

ښاغلي خیلیلزاد لیکي، دغه بریدونه به نوره مرګ‌ژوبله رامنځته کړي او د سولې هلې ـ ځلې به له ستونزو سره مخ کړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هم د جنګي عملیاتو په اړه د طالبانو اعلان په غبرګون کې جګړې ته چمتووالی ښودلی.

د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند دف بټلر وايي، طالبانو د سولې پر ځای جګړه غوره کړې چې دوی هم د دې ډلې پر ضد جګړې ته پوره چمتووالی لري.

د ښاغلي بټلر په وینا، د دغه ماموریت مشرتابه شورا غړي سره جرګه شوي او یو ځل بیا له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلانوي.

د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند زیاتوي، سره له‌دې چې تېرو ۴۰ کلونو کې سولې ته په رسېدلو کې د افغانستان له‌پاره فرصت رامنځته شوی‌و؛ خو په خبره یي، طالبانو تاوتریخوالی غوره کړ.

طالبانو تر اوسه د زلمي خلیلزاد او غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو د خپل اعلان پر لومړۍ ورځ (پرون) یې د ټول هېواد په کچه د ۹۳ بریدونو دعوه کړې‌وه.

ورته مطالب:

طالبان د سولې په مشورتي لویې جرګې کې ګډون نه‌کوي

«افغان حکومت به د سولې په مذاکراتو کې ځواکمن ځای ولري»

عمر داوودزی له طالبانو غواړي، د سولې لویې جرګې کې د افغانانو د ګډون مخنیوی ونه‌کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام