طالبان بیا د کندوز ښار تر دروازو رسېدلي

د کندوز امنیې قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني وايي، طالبانو نن سهار په شینوارو، زرخرید، چرخاب او چهاردرې ولسوالۍ برید کړی چې اوس هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

ښاغلي رحماني وویل، جګړه کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې چې شمېر یې نه‌دی معلوم.

په ورته وخت کې د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري وايي، جګړه د ښار تر دروازو رسېدلې او کندوز ښار کې تراوسه ۲ پوستې سقوط شوي او د ګل‌تپې ولسوالۍ ودانۍ هم د طالبانو محاصره کې ده.

د هغه په وینا، نښتو کې تر دامهاله ګڼ‌شمېر پوځيانو او ملکي‌وګړيو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې د کندوز روغتون ته لېږدول شوي‌دي.

طالبانو داسې حال کې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ برید کړی چې د دې ولسوالۍ سقوط په موخه د طالبانو دوه شپې وړاندې برید کې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي‌وو.

په ورته مهال بیا غور کې د طالبانو کمین کې د دې ولایت د پولیسو عملیاتي قطعې قوماندان او ۶ کسان وژل شوي‌دي.

د غور د دولینې ولسوال طاهر افضلي وايي، پرون د امنیتي ځواکونو اکمالاتي کتار د شهرک او دولینې ولسوالۍ ترمنځ «کوراب‌لیلا» سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی چې په پایله کې یې د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان فقیراحمد نوري، یو ملکي وګړی او ۵ پولیس وژل شوي‌دي.

هغه وویل، د طالبانو کمین کې ۶ نور امنیتي ځواکونه ټپيان شوي هم دي او وسله‌وال دې برید کې د امنیتي ځواکونو یو شمېر نقلیه‌وسایط هم سوځولي دي.

د دولینې ولسوال همدرنګه زیاته کړه، برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښتې؛ خو شمېر یې نه‌دی معلوم.

هاخوا د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، امنیتي ځواکونه د هماغه ځای اوردو ځای پر ځای کولو او د غور شپږو لویدیځو ولسوالیو ته د اکمالاتو له‌پاره تللي وو چې د طالبانو کمین سره مخ شوي.

هغه دې برخه کې د جزییاتو له ورکولو ډډه کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو پرون د «الفتح» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل او له‌دې سره د هېواد په ډېرو سیمو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوې‌دي.

ورته مطالب:

کندوز او بغلان کې ۴۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي

طالبان کندوز کې له پراختیايي پروژو باج اخلي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام