د سولې خبرو څرنګوالی او کیفیت د افغانحکومت او طالبانو ترمنځ له ناندریزو ډکه موضوغ ده.
د طالبانو لیدلوری دا دی چې افغانحکومت لاسپوڅی او غیرمشروع دی او د جګړې پای ته رسولو د حللارې موندلو لهپاره لهدې حکومت سره د خبرو په پار په یو مېز نه کېني.
په تازه وختونو کې افغانحکومت طالبانو سره د خبرو کولو په موخه د «پخلاینې رهبرۍ شورا» په نوم یوه ډله رامنځته کړېده.
حکومت ویلي چې طالبان دغه پلاوي سره خبرو کولو ته چمتو دي.
خو طالبانو د افغانستان سیاستوالو او د قطر احتمالي غونډې په غبرګون کې ویلي، هر ګډونوال خپل شخصي لیدلوری لېږدولی شي؛ هغه څه چې د افغانحکومت له دریځ سره په ټکر کې دی.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو دې غونډې کې خپل لیدلوری او پالیسۍ بیانوي او نورو ته یې لېږدوي.
خبرپاڼه زیاتوي، که پهدې غونډه کې له حکومته څوک ګډون کوي؛ هغه به لکه د مسکو د غونډې په شان ګډون وکړي؛ د هغو ګډون به یوازې شخصي وي او په شخصي ډول به خپل نظر وړاندې کړای شي.
طالبانو ته له نږدې څېړونکیو څخه وحید مژده وايي، افغانحکومت د یوې ماتې بېړۍ ډول لري چې هېڅوک به یې چلوونکی نه وي.
د ښاغلي مژده په وینا، طالبانو سره د خبروکوونکي پلاوي ترمنځ اختلاف شته او دغه پلاوي کې ظرفیت نه لیدل کېږي.

هاخوا ارګ د طالبانو دغه دریځ په اړه نظر نه څرګندوي.
خو د سولې عالي شورا څه ناڅه د دولت په پخواني دریځ ټینګار کوي.
د سولې عالي شورا ویاند اسدالله زایري وايي، د دولت او د افغانانو په استازولۍ د سولې مرکچي پلاوی به په واحد دریځ سره د قطر د سولې خبرو کې ګډون وکړي.
افغانحکومت لهدې مخکې طالبانو سره د خبرو کولو لهپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر سلام رحیمي په مشرۍ دولتي مرکچي پلاوی غوره کړیو؛ خو دغه ډله ورسره خبرو کولو ته حاضره نهشوه.
وروسته دولت د دې پلاوي په ترکیب کې تجدید نظر وکړ چې سیاسي او جهادي مشران یې هم په کې وراضافه کړل.
دا پهداسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د لومړي ځل لهپاره د سولې بهیر تعقبیولو او تامین په موخه د «پخلاینې رهبرۍ شورا» غونډه وشوه.
افغان ولسمشر محمداشرف غني د پخلاینې رهبرۍ شورا په غونډې کې ویلي وو چې دا شورا له ډېرو مشورو وروسته جوړه شوه او د نږدې تېرو دوو میاشتو خبرو اترو پایله ده.
پخلاینې رهبرۍ شورا ـ چې له جهادي او سیاسي مشرانو نه جوړه شوې ـ له سولې عالي شورا وروسته دویمه پرېکړهکوونکې مرجع ده چې د سولې په اړه بحث کوي.
د مصالحې عالي شورا ویاند محمدعمر داودزي ویلي وو چې په نننۍ غونډې کې پرېکړه شوې چې د قطر په غونډې کې له افغانستانه یو همهشموله پلاوی ګډون وکړي.
ورته مطالب:





