لوګر؛ د امنیې قوماندانۍ څنګ ته د سلګونو جریبه ځمکې غصبېدل

د لوګر د مرکز پل‌علم ښار دوو اوسېدونکیو لطف‌الله ستانکزي او بلال نیکزاد سلام وطندار ته وویل چې د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ په سل‌مترۍ کې د دولتي ځمکو د غصب او چور لړۍ روانه ده؛ خو دولت یې تر اوسه پر وړاندې اقدام نه‌دی کړی.

دوی یو شمېر امنیتي او ملکي مامورین هم په‌دې تورنوي چې ګواکې د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري او هره ورځ د پل‌علم ښار لویدیځ لور ته د میر ابدال غره د لمنو ترڅنګ پر غصب شویو ځمکو کورونه ودانوي.

دوی همداراز ادعا کوي چې په محمداغې ولسوالۍ شاته د نیازیو سیمه کې هم ډیرې ځمکې غصب شوې‌دي.

په ورته وخت کې د لوګر د ولايتي شورا ریس حسیب‌الله ستانکزي سلام ته وويل چې د پل‌علم لوېديځ ته د میر ابدال غره لمنې د يو شمېر زورواکیو او مافيايي کړيو له‌خوا غصب شوي او د استوګنې زرګونه نومرې يې په کې جوړې کړې‌دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې دوی د پل‌علم ښار د ځمکو د غصب په اړه خپلې اندیښنې له ولایتي ادارې او مرکزي حکومت سره شریکې کړېذدي؛ خو بیا یې هم پر وړاندې جدي مبارزه نه‌ده شوې.

د نوموړي د معلوماتو له‌مخې، دغه غصب شوې ځمکې د پل‌علم ښار تفريحي او پراختيايي سيمه وه؛ خو د اړوندو چارواکیو د بې‌کفايتۍ له امله اوس غصب شوې‌ده.

د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي سلام وطندار ته وویل چې په لوګر کې شوی غصب پخوانی دی او تازه هېڅ غصب نه‌دی شوی.

ښاغلی لاروی زیاتوي چې د ګڼ‌شمېر غاصبانو  دوسیې څارنوالۍ ته استول شوي او هېچا ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې دولتي ځمکه غصب کړي.

دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سلام وطندار ته وویل، که ولایت مقام او ښاروالۍ وغواړي نو دوى چمتو دى چې د ځمکو د غصب په مخنيوي کې ورسره اړينه همکاري وکړي.

احمدزي همدارنګه زیاته کړه چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د لوګر امنیې قوماندانۍ ته لومړیتوب لري او هېچا ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې په دولتي ځمکو کې کورونه او سوداګریز مارکیټونه جوړ کړي.

د افغانستان اراضي ادارې د معلوماتو له‌مخې، د کابل او لوګر ولايتونو په ګډون په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې‌ده.

ورته مطالب:

خوست کې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې
پکتیکا؛ پر یو وکیل د ځمکو د غصب او له بایومتریک الې نه د ناسمې استفادې تور

زورواکیو په ننګرهار کې د معلولینو نومرې هم غصب کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام