امریکا د کیفري نړیوالې محکمې د څارنوالې ویزه لغوه کړه

د امریکا متحده ایالاتو د کیفري نړیوالې محکمې د څارنوالې فاتو بنسودا ویزه چې غوښتل یې په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو د کړنو په اړه څېړنه وکړي، لغوه کړې ده. د فاتو بنسودا دفتر دا خبر تایید کړی دی.

فاتو بنسودا له ۲۰۱۷ کال راهیسې په افغانستان کې د «جنګي جنایتونو» په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د کیفري نړیوالې محکمې د څارنوالې په څېړنو کې د جګړې د ښکېلو اړخونو کړنې او له بندیانو سره د امریکايي نظامیانو چلن هم شاملېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره میاشت ویلي و چې هېواد به یې د کیفري نړیوالې محکمې د هغو کارکوونکیو وېزې رد یا لغوه کړي چې د امریکايي نظامیانو پر کړنو څېړنه کوي.

امریکا د روسیې او چین په څېر د دغه نړیوال قضايي دېوان غړیتوب نه‌لري.

فاتو بنسودا تر دې مخکې په منظمه توګه امریکا ته سفر کاوه او هلته یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د هغو دوسیو په اړه معلومات ورکول چې یادې قضایي مرجع یې په اړه څېړنې کولې.

اروپايي اتحادیې د واشنګټن پر دې پرېکړه نیوکه کړې ده.

د دغه خبر له خپرېدو سره هم‌مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، که د نړیوالو سازمانونو غړي غواړي چې امریکا ته راشي، کولای شي د ډيپلوماټیکو وېزو غوښتنه وکړي.

اړوند مطالب:

سیما ثمر: کیفري نړۍ‌واله محکمه دې افغانستان کې جګړه‌يیز جرمونه وڅېړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام