«که نړیوال د ټاکنو لګښت ور نه‌کړي، مالیې وزارت یې ورکوي»

د مالیې وزارت ویاند شمعروزخان مسجدي نن سلام‌وطندار ته وویل چی یاد وزارت په ملي بودیجه کې یو میلیارډ افغانۍ د ټاکنو لګښت لپاره په پام کې نیولې دي.

که څه هم د افغانستان نړیوالو ملاتړو مرستندویانو د ټاکنو د لګښت ورکولو ژمنه کړې، خو مسجدي وايي، که مرستندویان له خپلو ژمنو پر شا شول، ماليې وزارت به د لوړپوړیو چارواکیو په امر ورته چمتووالی ونیسي. 

د مالیې وزارت د مسوولانو په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه د ټاکنو لګښت په اړه خپله طرحه حکومت ته نه‌ده سپارلې.

په همدی حال کی د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبېح‌الله سادات وایي، نړیوالو مرستندویانو تراوسه د ټاکنو د لګښت له ورکولو انکار نه‌دی کړی. 

اړوند مطالب:

ولسمشريزې ټاکنې د میزان پر ۶مه نېټه کېږي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اجراییوي بودیجه او کافي کارکوونکي نه‌لري

د سادات په وینا، د ټاکنو پر عملیاتي پلان او د بودیجې پر طرحه جدي  کار روان دی او د مرستندویانو نظریات هم په پام کی نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د عملیاتی پلان او بودیجې سند له بشپړېدو وروسته به د لګښت ورکوونکی معلوم شي او په وینا یې، حکومت یې هم د ورکولو ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ځینې مرستندوی هېوادونه د ناڅرګندو لاملونو له مخې، د ټاکنو لګښت نه ورکوي.

بله‌خوا حکومت د یادو اوازو په غبرګون کې ویلي چې د ټاکنو لګښت باید کم شي او حکومت چمتو دی چې له خپلې ملي بودیجې د ټاکنو لګښت ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام