فاریاب کې د کوچیانو قومي مشر جنتګل وايي، کوچیان د فاریاب قرمقول، دولتاباد، شېرینتګاب، المار، قیصار، غورماچ، پښتونکوټ او خواجهسبزپوش ولسوالیو کې ژوند کوي؛ خو ماشومان یې د ښوونې او روزنې له حقه محروم دي.
د هغه په وینا، فاریاب کې د دوی د ماشومانو ښوونې او روزنې لهپاره ان یو ښوونځی هم فعالیت نهلري.
دوی له دولته خپلو ماشومانو ته د ګرځنده ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه کوي چې ماشومان یې د نورو هېوادوالو په څېر له زدهکړو برخمن شي.
فاریاب کې د کوچیانو پخوانی رییس حاجي اسدالله وايي، د دې ولایت اتو ولسوالیو کې شاوخوا ۲۲ زره د کوچیان کورنۍ ژوند کوي، خو دغه کورنۍ له ښوونې او روزنې او روغتیايي خدمتونو څخه بېبرخې دي.
دی مني چې کوچیان په هر فصل کې په خوځنده حالت کې وي؛ خو حل لاره یې ګرځنده ښوونځي ګني.
د فاریاب د قومونو او قبایلو چارو رییس سیدعارف ګهریک سلاموطندار ته وايي، د فاریاب کوچیانو ته د نه لاسرسي یوازینی لامل ناامنۍ ده او په وینا یې، په تېرو څوو کلونو کې د کوچیانو په سیمو کې امنیتي ستونزې ډېرې شوېدي او د دوی اداره نهده توانېدلې چې د کوچیانو کورنیو ستونزو ته لاسرسی وکړای شي.
ښاغلی ګهریک نژدې راتلونکې کې د کوچیانو ستونزو لېرې کولو او ښوونې او روزنې ته د کوچیانو لاسرسي لهپاره د دوو بابه ښوونځیو او دوو بابه لیلیو جوړولو خبر ورکوي.
د فاریاب د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولانو په خبره، د کوچیانو کورنیو ته د زدهکړې لهپاره د نه لاسرسي اصلي ستونزه دا ده چې کوچیان یوه مشخص ځای کې ژوند نه کوي او هر موسم کې یو ځای څخه بل ځای ته کډه کېږي.
ورته مطالب:
په افغانستان کې کوچیان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي
طالبانو ۹ کوچیان د جوزجان له قوشتپې ولسوالۍ تښتولي
د تذکرو نهلرل؛ کوچیان راتلونکیو ټاکنو کې د رای له ورکولو محروم کړيدي