لوړه مالیه؛ د خوست ډاکټرانو روغتیایي خدمات وتړل

خوست کې له پرون راهیسې روغتیاپالانو له‌دې امله خپل کتن‌ځایونه او درملتونونه تړلي چې د خوست مستوفیت ورنه د نورو کلونو په پرتله سږ کال څو برابره زیاته مالیه اخلي.

د روغتیاپالانو په وینا، دا مالیه یوازې په خوست‌مېشتو ډاکټرانو زیاته شوې‌ده او زیاتوي چې مالیې ټول زور بېرته له وسله وځي.

د خوست روغتیاپالانو هغه مهال خپل کتن‌ځایونه او درملتونونه وتړل چې کله د دوی د اتحادیې یو ویاند د مالیې د شکایت له امله ملي امنیت ونیولو او بیا یې په سیاسي فعالیت تورن کړ.

د دې اتحادیې یو غړي ډاکټر نثارالله عالیزی او ډاکټر حضرت‌الله ریان وایي، چې د خوست مستوفي د نا‌مشروع هدفونو د پوره کولو له‌پاره پر دوی زیاته مالیه اېښې دي.

د دوی په خبره، په نورو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰زره افغانۍ مالیه اخېستل کېږي؛ خو دا یوازې خوست دی چط مالیه په کې پورته شوې او له ۵۰زرو نه تر یو لک او یو نیم‌لک افغانیو مالیه ورکوي.

بله‌خوا نن زیاتره ناروغان د یادو خصوصي کلینیکونو او روغتیايي خدماتو په تړل‌کېدو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د خوست ښار کې له مخکې نه نوبت‌اخېستونکي ناروغان بیا له ډاکټرانو سره د قانون مطابق چلند غوښتنه کوي.

د خوست مستوفي احمدضیا ضیا بیا وايي، چې دوی د قانون په چوکاټ کې مالیه ټولوي چې په‌دې برخه کې هېڅ‌ډول اشتباه او سرغړونه نه مني، زیاتوي چې په ښار کې ډېر روغتیاپالان له قانوني جواز پرته فعالیت کوي.

د خوست عامې روغتیا رییس ګل‌احمد شاه سلام وطندار ته د نظر ورکولو ژمنه وکړه؛ خو د ډاکټرانو د اتحادیې له غونډې نه وتلو سره یې ټیلیفونونه بند کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام