د سولې په خبرو اترو کې د بیان ازادي پر خوندیتوب د دانش ټینګار

د کب ۲۷مه یا د خبریالانو ملي ورځ نن په کابل کې ونمانځل شوه.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په دې غونډه کې وویل چې د سولې خبرو اترو په پروسه کې باید د بیان ازادي خوندي شي.

د نوموړي په وینا، ټول افغانان او دولت سوله غواړي، خو داسې سوله چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د اتلسو کلونو ټولې لاسته‌راوړنې، په ځانګړې توګه د بیان ازادي په‌کې وساتل شي.

دانش د سولې په خبرو کې له ونډې لرونکیو لورو غواړي چې د خبرو اترو پرمهال باید د بیان ازادي پر موضوع ډېر تمرکز وکړي.

که څه هم حکومت تل د بیان ازادي پر ساتلو ټینګار کوي، خو یو شمېر خبریالان وايي چې تر اوسه هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.

په ۱۷ کلونو کې ۱۲ خبریالانې وژل شوي

جوزجان کې د خبریالانو اعتراض

نی: سږکال ۲۰ خبریالان وژل شوي او۲۰ نور ټپیان شوي

حبیبه او تواب وايي، د خبریال په نوم یوازې د یوې ورځې نومونه بسنه نه کوي او دولت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او دقیق اطلاعات پر وخت خبریالانو ته په واک کې ورکړي.

د دوی په وینا، ډېر کله هغه معلومات چې دوی ورته اړتیا لري او د ملي ګټو پر خلاف هم نه‌دي، خو مسوولان یې ملي ګټو ته د زیان اړولو په بهانه ترې ډډه کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۷ کال کې د هېواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۹۲ او او اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت په تړاو ۶۴ قضیې له دوی سره ثبت شوې دي.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال پر مهال په افغانستان کې ۱۸ خبریالان او د رسنیو دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام