پخوانی طالب قلم‌الدین: حکومت د سولې بهیر سبوتاژوي

د طالبانو ډلې امر بالمعروف و نهی‌عن‌المنکر ادارې پخوانی مشر او د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر مولوي قلم‌الدین نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د سولې له پروسې د ملاتړ ترڅنګ وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو کولو پرځای د سولې بهیر ته لومړیتوب ځکه ورکوي چې سوله د افغانستان د ټولو ستونزو یوازینۍ حل لاره ده.

هغه د سولې په تړاو د حکومت په وروستیو دریځونو نیوکه کوي، وايي چې حکومت باید طالبانو سره د سولې خبرو ځنډولو له‌پاره له منفي تبلیغاتو او هڅو ډډه وکړي.

د طالبانو ډلې دغه پخوانی غړی د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو په روانو حالاتو کې د سولې خبرو د دوام غوښتنه کوي او زیاتوي له هغو عملیاتو باید لاس په سر شي چې ملکیانو ته په‌کې زیان اوړي.

د مولوي قلم‌الدین په وینا، افغانان اوربند ته په تمه دي او طالبان دې هم په‌دې برخه کې مشخص دریځ غوره کړي.

د طالبانو ډلې دغه پخوانی غړی د قطر دوحه کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ د سولې خبرو په اړه وايي، دغو غونډو کې یوازې د امریکايي ځواکونو د وتلو زماني جدول او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د نه کارول کېدو په اړه خبرې نه‌دي شوي، بلکې د تروریست په تعریف، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او په څو نورو مواردو هم خبرې شوې‌دي.

هڅه مو وکړه دې رپوټ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ اند هم واخلو؛ خو پر پرله‌پسې اړیکو سربېره په‌دې کار بریالي نه‌شولو.

ښاغلي قلم‌الدین او نورو سیاسي ګوندونو له‌دې مخکې هم تور پورې کړی و چې افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر محمداشرف غني هڅه کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې نه د ځان په ګټه کار واخلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام