د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع او د ټاکنو پر روڼتیا د څار بنسټ یا ایټوا مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د ښو ټاکنو کولو لپاره باید د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شي.
د اټیوا بنسټ غړي حبیبالله شینواري وویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي کمېشنران له اړوندو چارو سره د ښې بلدتیا په موخه وخت ته اړتیا لري.
د نوموړي په وینا، په دې سره به نوي کمېشنران په هراړخیزه توګه تېرې ټاکنې وڅېړي، مثبت او منفي ټکي به یې په نښه او د حل لپاره به یې کار وکړي؛ نو پهکار ده چې یادې ټاکنې یوه یا دوه میاشتې وځنډېږي.
په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي هم پر رڼو ټاکنو د ټینګار تر څنګ، وړاندیز وکړ چې د نویو کمېشنرانو د ظرفیت لوړولو او د ټاکنو له پروسې سره د بلدتیا لپاره هغوی ته وخت ورکړل شي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمېشنرانو لوړه وکړه
«د کابل رایې دې باطلې او د ټاکنو کمېسیون کمېشنران دې محاکمه شي»
لویې څارنوالۍ ته د ټاکنو کمېسیون د ټولو کمېشنرانو معرفي کول
نوموړی زیاتوي، که نویو کمېشنرانو ته وخت ورکړل شي، هغوی به په ټاکنیزو کمېسیونونو کې شته ستونزو ته په کتو، ټاکنیز اصلاحات راولي او پر ټاکنو د خلکو تللی باور به بېرته را ژوندی کړي.
یاد بنسټونه له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي چې د ولسي جرګې د ټاکنو پاتې پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.
دوی دغه راز له حکومت او د ولسمشرۍ له نوماندانو وغوښتل چې په ټاکنو او د نویو کمېشنرانو په چارو کې لاسوهنه و نهکړي. د دې ترڅنګ کمېسیونونه هم باید خپله خپلواکي وساتي او په هېواد کې رڼې، سراسري او عادلانه ټاکنې وکړي.