د هند او پاکستان کړکېچ؛ ګڼ‌شمېر افغانان په هندوستان کې بند پاتې دي

د هند او پاکستان د وروستي کړکېچ له امله پاکستان پر خپله فضا ټولې الوتنې بندې کړې دي.   

دا مهال په هندوستان کې هغه سلګونه افغانان بند پاتې دي چې غواړي په افغانستان کې خپلو کورنیو او کاروبار ته را ستانه شي.

عبدالصبور زاهد هغه افغان دی چې هندوستان تللی او باید دوې ورځې مخکې کابل ته راغلی وای، خو د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله لا هم په هندوستان کې پاتې دی.

زاهد له نوي ډیلي د ټېلېفون له لارې سلام‌وطندار ته وویل چې اوس یوازې کام‌ایر الوتکه د ایران له لارې نوي ډیلي ته تګ‌راتګ کوي چې د ټېکټ بیه یې د پخوا په پرتله دوه برابره لوړه شوې او هر څوک نه‌شي کولای په ۴۰۰، ۳۵۰ یا هم ۳۰۰ ډالره یو ټيکټ وپېري.

دغه راز، د رویال ګروپ کمپنۍ په نوم د یوه خصوصي شرکت مسوول نثاراحمد زبیر وایي، خپل یو کارکوونکی یې د ځینو توکیو د تخنیکي کتنې لپاره هندوستان ته لېږلی، خو اوس هلته بند پاتې دی.

د نوموړي په وینا، د یاد کس لپاره یې یو دوه طرفه ټیکټ په ۲۸۰ ډالره پېرلی و، خو اوس مو یې لپاره د کام‌ایر الوتکې یو طرفه ټیکټ په ۳۰۰ ډالره ورته واخیسته.

ویل کېږي د هند او پاکستان له کړکې وړاندې د اریانا او کام‌ایر شرکتونو ترڅنګ، د دوو هندي هوايي شرکتونو الوتکو په اوونۍ کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ ۴ الوتنې درلودې، خو اوس یوازې د کام‌ایر الوتکې پروازونه کوي، هغه هم د ایران له لارې.

په کابل کې د ټراول اجنسیو کارکوونکي هم وایي چې د هند او پاکستان کړکېچ له یوې خوا د دوی پر کاروبار ناوړه اغېز کړی او بله‌خوا د هندوستان ټیکټ هم دوه برابره لوړ شوی دی.

هند په پاکستان کې د جیش محمد پر مرکزونو بریدونه کړي

«د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان په ګټه دی»

د هند او پاکستان ترمنځ ترنګلتیا؛ په افغانستان کې نیابتي جګړه پېښوي

په کابل کې د دوو ټراول اجنسیو کارکوونکيو محمدنعمان او اکمل وايي، مخکې به هند ته ډېرو افغانانو تګ‌راتګ کاوه، خو اوس چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ رامنځته شوی، دا کچه را ټیټه شوې؛ ځکه خلک نه‌شي کولای د ۱۶۰ ډالرو ټیکټ په ۳ یا ۴ سوو ډالرو وپېري. د دوی په وینا، یاد کړکېچ د دوی پر کاروبار هم ناسم اغېز کړی او ډېر شمېر ټیکټونه یې کنسلېږي.

پاکستاني چارواکي هسې هم د کابل او نوي ډیلي تر منځ پر تګ‌راتګ خوښ نه وو او پلمې یې لټولې.

د هند او پاکستان له کړکېچ نه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د  سپایس جېټ په نوم د هند د یوه هوایي شرکت مسوولانو ویلي وو چې پاکستان د دوى کارګو الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې هندي صادرات د پاکستان هوایي حريم له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام