
که څه هم د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ چې ملاعبدالغني برادر هم پهکې دی، له تېرو شاوخوا ۸ ورځو راهیسې په قطر کې د بندو دروازو شاته پر افغان سولې خبرې کوي، خو لا یې هم جزیات په رسمي توګه نهدي اعلان شوي.
د راپورونو له مخې، د دوحې غونډې خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دا چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي او امریکا او نړیوالو متحدانو ته به یې ګواښ نه پېښوي، روانې دي.
یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې امریکا له طالبانو سره دې هوکړې ته رسېدلې چې افغانستان به په راتلونکي کې د نړیوالې ټولنې لپاره ګواښ نه وي.
د سرچینې په وینا، تر اوسه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش په اړه هېڅ ډول هوکړه نهده شوې او په اړه یې لا هم په قطر کې خبرې روانې دي.
سرچینه وايي، د امریکا مرکچي پلاوي طالبانو ته روښانه کړې چې د امریکا اصلي پرېکړې به د سولې د مېز پر سر کېږي او کومې خبرې چې د امریکا له ادرسه په رسنیو کې خپرېږي، ارزښت نهلري او په وینا یې همدې ټکي طالب استازي هڅولي چې د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو پلاوي له امریکا غوښتي چې خپلې اډې به په افغانستان کې نه ورانوي، خو امریکایي استازیو پهدې اړه چوپ پاتې شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو یو پخوانی چارواکی سیداکبر اغا سلاموطندار ته وویل چې د دوحې په خبرو کې پرمختګونه شوي، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش په اړه کومې پرېکړې ته نهدي رسېدلي.
د قطر غونډه ښايي دوه ورځې نوره هم وغځېږي
خلیلزاد: د قطر درې ورځنۍ غونډه ګټوره وه
په قطر کې د سولې غونډه دوې ورځې وځنډېده
قطر؛ خلیزاد له طالبانو سره په «جدي مواردو» خبرې کوي

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د افغان سولې په روانو خبرو اترو کې د لازم پرمختګ په صورت کې یادې پروسې ته د ور ګډېدو او قطر ته د سفر کولو خبر ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې استازي به یې په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو برخه کې پرمختګ ته ورسېږي، خو ټینګار یې کړی چې د سیمهییزو لوبغاړیو، لکه پاکستان، هند، چین او روسیې په موجودیت کې به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پروسه پېچلې وي.





