د سولې عالي شورا دارالانشا مشر او د سولې ملي اجماع لهپاره سیمهییزو چارو کې د ولسمشر محمداشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د مارچ اتمې د ښځو د پیوستون نړۍوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، تر کوم ځایه ـ چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو جریان کې دي ـ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لهپاره د مهالوېش په اړه خبرې او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګټې نه اخېستلو ژمنې حقیقت نهلري.
د ښاغلي داودزي په وینا، امریکا د امنیتي تړون خلاف ـ چې افغان حکومت سره یې لري ـ طالبانو سره د سرتېرو ایستلو په تړاو هوکړه نهشي کولی.
د سولې عالي شورا دارالانشا مشر وايي، د امریکايي سرتېرو حضور د امنیتي تړون په مطابق دی او په دې صورت کې امریکا طالبانو سره نوی تړون نه شي لاسلیکولی. دی دا چاره ناممکنه بولي: «دا سیاسي تعقل نه مني.»
لهدې مخکې ځېنو پخوانیو طالبچارواکیو او د سولې او جنګ برخې شنونکیو ویلي وو، تر هغې چې د قطر په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړه و نهشي، پر نورو موضوعاتو هوکړه ناشونې ده.
ښاغلی داوودزی زیاتوي، امریکا د طالبانو د قانع کولو هڅه کوي چې بیا ځلې ترهګرو سره یو ځای نهشي او نورو ترهګریزو ډلو ته هم افغانستان کې ځای ورنهکړي.
ښاغلی داودزی ښځو ته خطاب کې وايي، هغوی دې پهدې اړه اندېښنه نهکوي چې اسلامي امارات د جمهوري اسلامي ځای نیسي او دا بحث د دولت له سرو کرښو څخه دی.
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي هم دغه غونډه کې وايي، تر هغه ـ چې ښځې د سولې بهیر کې فعال حضور ونهلري ـ د دوی لهپاره د ښځو ورځې نمانځل معنا نهلري.
د هغې په وینا، ښځې باید د سولې خبرو کې معناداره ونډه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپورونو له مخې، په اسلاماباد کې د افغانستان مخکینی سفیر حضرت عمر زاخېلوال او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمتخلیل کرزی هم قطر ته تللي دي.
بلهخوا افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي د پراخېدو په موخه له سیاسي لوریو غوښتي چې لپاره یې خپل کسان ور وپېژني.
ورته مطالب:
خلیلزاد: د امریکا لهپاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل
خلیلزاد: تلپاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی