افغانستان به پر خپل ځای، خو ایرلنډ به له زمبابوې مخکې شي

ټاکل شوی د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزو لوبو لړۍ سبا د هندوستان د «دهرادون» ښار په راجیف ګانډي نړیوال لوبغالي کې پيل شي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰ اوریز سیریز کې د کلین سوېپ او اتلولۍ جام ګټلو لپاره له هر اړخه د ۵۰ اوریزو لوبو لپاره په مېلمه ایرلنډۍ کرېکټ ملي لوبډلې برلاسی برېښي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ له اټکل له مخې، افغانستان د لومړیو ۴ پنځوس اوریزو سیالیو په ګټلو سره یوازې ۲ امتیازونه ترلاسه کولای شي او په ۶۹ امتیازونو به په اوسني (۱۰م) مقام کې پاتې شي.

دغه راز افغانستان د لومړیو ۴ واړو سیالیو په پایلو سره ۹ امتیازونه له لاسه ورکوي چې امتیازونه به یی له ۶۷ نه ۵۹ ته راښکته شي او له ۱۱م مقام لرونکې زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې سره به یې اوسنی د ۱۵ امتیازونو واټن ۷ امتیازونو ته راښکته شي.

بله‌خوا که د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله په لومړيو ۴ پنځوس اوریزو لوبو کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي؛ نو په دې بریاوو به ټول‌ټال ۱۱ امتیازونه ترلاسه کړي.

دغه راز د افغانستان په وړاندې د لومړیو ۴ واړو پنځوس اوریزو لوبو په بایللو سره د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله ښایي یوازې ۳ امتیازونه له لاسه ورکړي چې ۳۶ امتیازونو ته به راښکته شي او په اوسني ۱۲م مقام کې به پاتې شي، خو له سکاټلنډ سره به یې د امتیازونو توپیر له اوسنیو ۶ نه ۳ ته راښکته شي.

د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله اوس له کرېکټ نړیوالې شورا سره په ۶۷ امتیازونو ۱۰م، خو د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله بیا په ۳۹ امتیازونو سره ۱۲م مقام لري.

که د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډله په ۵ واړو پنځوس اوریزو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړي؛ نو په نړیواله درجه بندۍ کې به د لومړي ځل لپاره له زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې نه اوسنی (۱۱م) مقام هم ونیسي.

افغان کرېکټ لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ‌لوبډلو له‌پاره نننۍ لوبه برخلیک ټاکونکې ده

افغانستان په کرېکټ کې له پاکستانه مخکې شو

کرېکټ؛ افغانستان پر ایرلینډ ریکارډونه جوړ کړل

د یادونې ده چې د درې واړو ۲۰ اوریزو لوبو په بایللو سره افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۹ امتیازونو د بایللو ویره لرله، خو له خپلو یو اړخیزو لوبو وروسته یې مېلمه ایرلنډۍ لوبډله وایټ واش کړه او په نړیواله درجه بندۍ کې یې یوازې ۱ امتیاز خپل کړ چې امتیازونه یې له ۹۲ نه ۹۳ ته لوړ شول او په خپل پخواني (۸م) مقام کې پاتې شوه.

افغانستان ته د ایرلنډ په وړاندې د بریاوو پر مټ ځکه کم او ایرلنډ ته ډېر امتیازونه ورکول کېږي چې افغانستان د دواړو ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له ایرلنډ نه مخکې ده.

تر اوسه د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵۰ اوریزو لوبو ۴ سیریزونه شوي چې ۲ افغانستان او ۱ ایرلنډ ګټلی، خو بل سیریز یې په دوو ـ دوو بریاوو مساوي شوی دی چې د افغانستان له خوا رحمت‌شاه په ۶۰۲ منډو او راشدخان په ۴۱ ویکټو د ایرلینډ په وړاندې د افغانستان لپاره مخکښ لوبغاړي دي.

د افغانستان او ایرلنډ پیلېدونکې لومړنۍ سیالي او د دې لوبډلې په وړاندې ټولې ۵ واړه ۵۰ اوریزه لوبې به سبا د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام