ننګرهار کې د جیش محمد ډله هم فعالیت کوي

د ننګرهار چارواکي وايي، دې ولایت کې د داعش، طالبانو، لشکرطیبه او نورو وسله‌والو ډلو ترڅنګ جیش محمد ډله هم فعاله ده چې دوی به یې د فعالیتونو مخه ډب کړي.

د ننګرهار د ملي امنیت رییس تورن‌جنرال نظرعلي واحدي نن یوې خبري غونډې ته وویل، جیش محمد ډله مستقیماً د پاکستان له لوري تمویلېږي.

ښاغلی واحدي وايي، دوی د نورو ډلو تر څنګ د جیش محمد وسله‌والې ډلې د کړنو مخه ډب کړې او خپلو موخو ته د رسېدو له‌پاره یې نه پرېږدي.

داسې راپورونه هم شته چې جیش محمد وسله‌واله ډله د ننګرهار په پرتله د کونړ په خاص‌کونړ، شلتن، دانګام او ناړۍ ولسوالۍ کې ډېر فعالیت لري.

پر پاکستان تور دی چې د جیش محمد وسله والې ډلې ملاتړ کوي. د هند تر ولکې لاندې کشمېر پلوامه کې د هغه هېواد په نیمه پوځ برید هم د دې ډلې کار ګڼل کېږي چې په‌کې ګڼ پوځیان ووژل شول.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام