
د غزني د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نېکمل وايي چې بېګا د دې ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې پر رَسَنه روغتیايي مرکز باندې موشک لګېدلی چې د دې روغتون یو کارکوونکی وژل شویدی.
ښاغلی نېکمل وايي، لومړني راپورونه ښيي چې دا مرکز د پوځي عملیاتو پرمهال تر برید لاندې راغلی؛ تر اوسه نهده معلومه چې دا برید کومې ډلې کړی.
خو د طالبانو ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید بهرنیو ځواکونو پورې تړلی او لیکلي یې دي چې پهدې برید کې یو روغتیايي مرکز ویجاړ شوی او د صدیقالله په نوم یو کارکوونکی پهکې وژل شوی.
طالبانو د برید په پایله کې د څوو کورنو د ویجاړېدلو ادعا هم کړېده.
له بل لوري د غزني د ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیری وايي چې پهدې برید کې د ملي امنیت ۸ کارکوونکي وژل شويدي.
په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند عارف نوري پر روغتیايي مرکز برید نه تاییدوي؛ خو وايي چې په تېروتنې سره د محلي پولیسو په یوې پوستې برید شوی چې په پایله کې یې د جاغوري او ګیلان ولسوالۍ ترمنځ پرتې سیمې «رَسَنه» کې د ملي امنیت ۸ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۴ ټپيان دي.
ورته مطالب:
ولسي جرګه: کندوز کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید جنایت دی





