«شین کتاب» فلم د اوسکار جایزه وګټله

د اوسکار جایزې د مراسمو ۹۱یمه غونډه نن له غرمې وروسته په لاس انجلس کې پای ته ورسېده چې د ۲۰۱۹ کال د اوسکار جایزې ګټونکي په کې مشخص شول.

شین کتاب یا «Green Book» کې پيتر فارلي کار کړی چې سږکال یې د اوسکار جایزه خپله کړه.

تور پړانګ یا « Black Panther»، مرستیال « Vice»، لکککلنزمن (BlacKkKlansman)، زېږدلی ستوری « A Star is Born»،Bohemian Rhapsody روما ، سوګلی او At Eternity's Gate  هغه نور فلمونه وو چې د اوسکار نړ‌ۍوالې جایزې ته نومول شوي وو.

شین کتاب فلم په پنځو برخو، د غوره فلم، د غوره اصلي فلمنامې، غوره نرینه لوبغاړي رول، د غوره دویم نرینه لوبغاړي رول او د غوره نوماند د تدوین له‌پاره د اوسکار جایزې تر لاسه کړې.  

د اوسکار سږنۍ جایزې وړاندوینه دومره جالبه شوې وه چې د «شین کتاب»، «روما» او «مرستیال» فلم په ګټلو کې د فلمي کمپنیو شنونکي خپلو کې یوه خوله نه وو.

ښځینه ګټونکې «اولیوا کولمن» په سوګلي فلم کې د بهترین کار له امله د اوسکار غوره جایزه واخېسته.

Caption

رامي مالک په راپسودي بوهمي فلم کې د ښه رول په ترسره کولو سره د غوره نرینه اوسکار جایزه واخېسته.

دان شرلي په شین کتاب کې د غوره نرینه لوبغاړي اوسکار جایزه واخېسته.

د اوسکار جایزې مراسم د امریکايي سندرغاړي آدام لمبرت په سندرې ویلو سره پیل شول او لومړۍ جایزه هم د بشپړې بهترینې لوبغاړې ته د جایزې په ورکولو سره پیل شول.

امریکايي سندرغاړی آدام لمبرت

تېر کال د اوسکار جایزه «اوبو څېره» فلم ګټلې وه.

ورته مطالب:

د اصغر فرهادي پېرودونکي فلم اسکار جایزه وګټله

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام