د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کابل کې د بېلابېلو پړاوونو تر تمریناتو او تمریناتي سیالیو وروسته د راتلونکیو مهمو ساحلي فوټسال سیالیو لپاره خپله وروستۍ ۱۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په اعلان شوې ۱۲ کسیزه لوبډله کې د ایراني روزونکي میثم اشتیاني په مشرۍ، ۲ ګول ساتونکي او ۱۰ نور لوبغاړي شامل دي.
په یاده لوبډله کې د دوو ګول ساتونکیو سیدشهابشاه علوي او عليجبیر لعلي ترڅنګ، زینالدین شریفي، سمېعالله محمدي، محمود ازاد، مرتضی جعفري، حضرتګل باران، رووف قادري، نادر نادري، رامز فاروق، تمیم حیدري او ایمل توتاخېل شامل دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د ساحلي فوټسال ملي لوبډله به د سږ کال په اسیایي ساحلي فوټسال جام کې برخه واخلي.
د سږ کال ۹م پړاو ساحلي اسیایي فوټسال جام لوبې د ټایلنډ په کوربهتوب کېږي چې موخه یی د پرګوایي هېواد په کوربهتوب د ساحلي فوټسال نړېوال جام ته د ۳ غوره لوبډلو غوراوی دی.
د اسیا ساحلي فوټسال جام سیالۍ به د راتلونکې مارچ میاشتې په ۹مه نېټه پيل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې دوام وکړي چې د افغانستان په ګډون به پهکې د اسیا لویې وچې د ساحلي فوټسال ۱۵ غوره ملي لوبډلې ولوبېږي.
کابل کې د ژمني فوټسال ټورنمېنټ پیلېږي
افغانستان د لومړي ځل لهپاره د اسیا فوټسال جام ته لاره پیدا کړه
قرغزستان د فوټسال ۳ افغان لوبغاړي واخیستل
افغانستان سبا اسیایي فوټسال جام ته د رسېدو سیالۍ پیلوي
د افغانستان د ساحلي فوټسال ملي لوبډله به په راتلونکې میاشت کې د درېیم ځل لپاره د اسیا په ساحلي فوټسال جام کې ولوبېږي چې د ۲۰۱۷ کال په سیالیو کې یی تر ټولو ستر ۶م مقام ګټلی و.
د اسیا د ساحلي فوټسال جام ګډون کوونکې لوبډلې په ۴ ډلو وېشل شوي چې د افغانستان د ساحلي فوټسال ملي لوبډله به په الف ډله کې خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په اوومه له مالیزیا، دویمه د مارچ په نهمه له فلسطین او وروستۍ ګروپي لوبه هم د مارچ په ۱۱مه نېټه له کوربنې ټایلنډي لوبډلې سره سره وکړي چې ټولې سیالۍ به د ټایلنډ په یواځي لوبغالي پتایا کې وشي.