.jpg)
ولسمشر محمد اشرف غني نن نیمروز ولایت کې د یو لړ مراسمو پرمهال، د ایران، هند او د نیمروز محلي چارواکیو په حضور کې د افغانستان د سوداګریزو توکیو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې د هند مُمبيي ښار ته واستوله.
ولسمشر غني د دغو صادراتي توکیو استولو په مراسمو کې وویل، د ټرانزیټي لارو په رامنځته کېدلو سره افغانستان له واردوونکي هېواده په صادروونکي هېواد بدلېدونکی دی او د لاجوردو او چابهار بندر په پرانېستلو سره افغانستان عملاً د سیمې په څلور لارې بدل شویدی.
ورته مطالب:
ایران په چابهار بندر کې افغان پانګوالو ته اسانتیاوې برابروي
د چابهار بندر پر سر د هندوستان او ایران هوکړه
د چابهار بندر د ګډې ترانزیتي او سوداګریزې ګټه اخیستنې تړون لاسلیک شو
د هغه په وینا، د چابهار لارې په پرانیستو سره به د افغانستان د تولیدي ـ صادراتي توکیو کچه له یو میلیارد ډالرو نه دوو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.
ښاغلي غني د افغانستان ملي عوایدو په اړه هم وویل، تېرو څلورو کلونو کې د هېواد ملي عواید ۹۰ سلنه زیات شوي او دغه موده کې ملي تدارکاتو کې هم ۱۸ میلیارده افغانۍ سپمول شوېدي.
هغه د نیمروز اوسېدونکیو ته ډاډ ورکړ چې دغه ولایت له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته لوړوي.
.jpg)
په همدې حال کې د ټولګټو وزیر یما یاري دغو مراسمو کې وویل، ۱۳ کانټینره سوداګریز توکي ـ چې ۵۷۰ ټنه کېږي ـ د چابهار بندر له لارې د «تیر» تر سیستم لاندې مُمبيي لېږدول کېږي.
د هغه په وینا، دا مهال ۱۵۰ افغان شرکتونو چابهار سیمه کې د ۱۳ فابریکو په رامنځته کولو سره د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړېده.
نوموړي ټينګار وکړ چې نږدې راتلونکې کې به د اقتصادي پرمختیا لهپاره، چابهار بندر کې د افغانستان په بیرغ بېړنی تګ ـ راتګ کوي.
د توکیو د لېږد ـ رالېږد مصرف کې کمښت او د توکو د خوندیتوب زیاتېدل، د چابهار بندر له ګټو څخه دي.
د هند او ایران سفیران هم د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، د چابهار بندر پرانیستل کېدل به د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته لا زیاتې زمینې برابرې کړي.
شاوخوا څلور میاشتې مخکې هند د چابهار له لارې د خپلو مرسته شويو غنمو لومړۍ جوپه افغانستان ته راواستوله.
پر دې ټولو سربېره چابهار بندر د افغانستان مرکز ته د عباس بندر په پرتلې ۹۰ کیلومتره او د کراچۍ بندر په پرتلې ۷۰۰ کیلومتره نږدې دی چې د ټولګټو وزیر په وینا، لهدې لارې به د هر کانټینر لګښت کې، له ۵۰۰ ډالرو څخه تر ۱۰۰۰ ډالرو پور کموالی راشي.
له دې کبله چابهار د افغانستان لهپاره نړۍوالو اوبو ته د رسېدلو تر ټولو نږدې او ارزانه لار بلل کېږي.