افغان کرېکټ لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېر ماښام په خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې د ۵ ویکټو په توپیر ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او په ۱ـ۰ له ایرلنډ نه مخکې شوه.

ایرلنډ د تېرې شپې په لوبه کې په ۲۰ اورونو کې د ۶ ویکټو په سوځېدو، افغانستان ته ۱۳۲ منډې ټارګېټ کېښود چې افغانستان په خپل وروستي اور کې یاد هدف پوره کړ.

نبي عیسی‌خېل په دغو سیالیو کې غوره لوبغاړی وبلل شو چې د ایرلنډ د دوو ویکټو په لرې کولو سره یې ۴۹ منډې وکړې.

د افغانستان او ایرلنډ د سیالیو دویم پړاو سبا د افغانستان په وخت د مازدیګر ۵ بجې پیلېږي؛ تاسو کولای شئ د دغو لوبو ژوندی بهیر له سلام‌وطندار راډیو نه د هېواد په ګوټ ګوټ کې واورئ.

د کرېکټ دغه درې شل اوریزې سیالۍ په هند کې کېږي.

د افغانستان او ایرلینډ ۲۰اوریز سېریز په درجه‌بند‌ۍ څه اغېز لري؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام