
له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د ټولنیزو شبکو ځېنو کاروونکیو د«اترا چېرې ده؟» تر سرلیک لاندې کمپاین پیل کړیدی.
دغه وطنوال وایي چې د مخابراتي شبکو غلاوو پوزې ته رسولي او نور دغه حالت نهشي زغملی.
د ټولنیزو شبکو یو کاروونکي حبیبالله چې په یوې لېرې ولسوالۍ کې ژوند کوي او له وایفای ګته اخلي لیکي چې د میاشتې څلور زره افغانۍ ورکوي؛ خو د انټرنېټ سرعت یې ډېر کمزوری دی، پهداسې حال کې پیسې له وخته مخکې ورکوي.
یوې بلې کاروونکې پهخپل فېسبوک لیکلي چې مور یې له مبایله ډېره کمه ګټه اخلي؛ خو بیا یې هم کرېډیټ نادرکه کېږي، کله چې له مخابراتي شبکې سره اړیکه ونیسي؛ هغوی ورته وایي چې تاسو ځېنې خدماتي کڅوړې فعالې کړي، پهداسې حال کې چې دوی بېخي پهدې اړه بلد نهدي.
د مخابراتي شبکو یو بل کاروونکي لیکلي چې دا شبکې د دې ترڅنګ کله ناکله د خپلوپېرودونکیو پیسې غلا کوي او هم پېرودونکو ته زنګ وهي او د ورځې خو څو مسخره پیغامونه حتمي ورلېږي.
د کابل یو اوسېدونکي طارق ـ چې له دوو مخابراتي شبکو کار اخلي ـ وایي داوړه شبکې غلا کوي او خدمتونه یې د پیسو په پرتله لږ دي.
د ده په خبره، د مخابراتي شبکو غلاوې یا شوکې ښایي د یو پېرودونکي له نظره ډېر لوی مبلغ نه وي. خو کله چې همدغه مبلغ د شبکو د مشتریانو له شمېر سره ضرب شي او بیا له څو کلونو او میاشتو سره ضرب شي؛ میلیاردونو افغانیو ته رسیږي.
میرویس اریا ـ چې د لومړي ځل لهپاره یې د«اترا چېرته ده» کمپاین پیل کړی ـ وایي، د اعتراض موخه یې په مخابراتي شبکو کې رڼښت او کیفیت ښه کول دي او خلک دې د کرېډیټ په بدل کې ورکړيو پیسو کارونې بشپړ واک ولري.
د ښاغلي اریا په وینا، د مخابراتي شبکو پېرودونکي لهدې پرته چې وپوهېږي په غوږیو کې یې وړاندیزونه فعالېږي او دغه راز، د انترنېټي بنډلونو او نورو بنډلونو کیفیت د خپلې بیې په پرتله ډېر ټیټ دی.

ښاغلی اریا زیاتوي، د «اترا چېرته ده؟» کمپاین به ژر پای ته ونه رسېږي او ترڅو چې مخابراتي بشپړ رڼښت رامنځته نهکړي، دغه کمپاین به دوام وکړي.
خو د اترا سلاکار سید محمد انوري وایي، د مخابراتي شبکو ځېنې پېرودونکي د ورځې له ټکنالوژي سره بلد نهدي او پهدې نه پوهېږي؛ ځکه خو داسې کارونه کوي چې په پایله کې یې کرېډیټ مصرفېږي.
د ښاغلي انوري په وینا، پېرودونکي د ځېنو بکسو په فعالولو او بېرته غیرفعالولو کې اختیاط نهکوي، ځکه خو یې کرېډیټ خلاصېږي.
د ده په وینا، ډېرې شبکې خپلو پېرودونکیو ته د یوې کڅوړې په اړه د ۹۰ کرېډیټو د لګښت پرمهال احوال ورکوي چې ایا بیا هم دا کڅوړه فعالوئ او که ترې تېرې؛ خو پېرودونکي د بېغورۍ له امله له بیا ځلي لګښت سره مخېږي.
د غلا په اړه د مخابراتي شبکو کارونکو شکایتونو ورڅ تربلې زیاتېږي چې د ۱۳۹۴ کال د زمري میاشتې له ۲۶ نېټې راهیسې د افغان حکومت د مخابراتي شبکو قانون توشیح کړی چې لهمخې یې د ۱۰ سلنه مالیه له پېرودونکیو اخېستل کېږي؛ خو د مالیې راټولولو لهپاره لا هم د ریال ټایم سیستم نهدی جوړ شوی.
ولسي جرګې د ۱۳۹۶ کال د تلې پر ۱۹ نېټه اعلان وکړ چې له مخابراتي شبکو د مالیې راټولولو په سیستم کې د رڼښت نهشتوالي په سبب باید د مخابراتي شبکو له لارې د مالیې راټولو باید وځنډول شي؛ خو له کرېډیټ کارتونو د مالیې راټول لا هم روان دي.