بغلان؛ ۳ زره کورنۍ په واورو کې ګیر دي

د بغلان د ولایتي شورا غړی سمېع‌‌الدین ناظر سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت په تاله‌وبرفک او دوشي ولسوالیو کې د واورې او باران اورېدو له کبله د شاوخوا ۳ زرو کورنیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

د نوموړي په وینا، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که حکومت ورته پام و نه‌کړي، ښايي ځاني او مالي زیانونه ورته واوړي.

په همدې حال کې د تاله‌وبرفک ولسوالي د دره اشرف پراختیايي شورا مشر محمدکریم وايي، د یادې ولسوالي اوسېدونکي د مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیايي، خو اوس د شاوخوا ۳۰ کلیو د مواصلاتي لارو له تړلو سره هم‌مهال په یادو کلیو کې د خوراکي توکیو بیې هم لوړې شوې چې د انسانانو ترڅنګ، څاروي هم له لوږې سره مخ دي.

واورې او توپان د کابل ـ بامیان لویه لار وتړله

د واورې اورښت د دایکندي ـ کابل لاره تړلې

بله‌خوا د تاله‌وبرفک ولسوال عبدالاحد احمدي وايي، د لازمو امکاناتو نه لرلو له کبله نه‌شي کولای د خلکو مواصلاتي لارې پرانېزي او په دې اړه یې د ولایت مقام ته خبر ورکړی دی.  

خو د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې د خلکو په همکارۍ د دغو کورنیو مواصلاتي لارې پرانېزي.

د کونړ په چپې‌درې کې د واورې ښویېدنې له امله ۱۰ کسان وژل شوي

په نورستان کې واورې ښویېدنې ۵۰ کسان وژلي دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام