ولسمشر د کورنیو چارو وزارت دوه مرستیالان او یو رییس له دندې ګوښه کړ.
سرچینې وايي، ولسمشر د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، ستر امنیتي مرستیال جنرال اختر ابراهیمي او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رییس جنرال نجیب امان له دندو ګوښه او پر ځای یې نوي کسان ټاکلي دي.
تر اوسه د یادو کسانو د لرې کولو لامل نهدی معلوم، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي پر خپلې فېسبوکًپاڼې لیکلي چې د کارونو د ښه انسجام، په هېواد کې د غوره امنیت د ټینګښت او د جرایمو پر وړاندې د جدي مبارزې په موخه د کورنیو چارو وزارت په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال، خوشحال سادات ستر امنیتي مرستیال او ماهر یعقوبي هم د دغه وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د رییس په توګه ټاکل شوي او نن په رسمي توګه د یاد وزارت کارکوونکيو ته ور وپېژندل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د حکم له مخې، د کورنیو چارو وزارت وزیر ویساحمد برمک له دندې ګوښه او پر ځای یې امرالله صالح د یاد وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اوس د دغه وزارت چارې پر مخ وړي.