د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي ادارې یا سیګار په تازه خپور شوي راپور کې ویلي د امریکا او طالبانو له امریکا سره د سولې خبرو پرمهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېره او ځواک تېرو ۴ کلونو کې تر ټولو کم و او پهدې موده کې وسلهوالو طالبانو نورې سیمې هم نیولې دي.
دا اداره په تازه راپور کې زیاتوي چې د طالبانو د واک سیمه هغو ځایونو کې پراخه شوېدي چې څه باندې ۱۰ سلنه افغانان پهکې ژوند کوي.
سیګار پهخپل درې میاشتني راپور کې همداراز ویلي چې د افغانستان نږدې ۶۳.۵ سلنه وګړي د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې مېشت دي.
ورته مطالب:
سیګار: امریکا په افغانستان کې څو میلیارده ډالر ضایع کړل
سیګار: د افغانستان اقتصادي ودي لهپاره د ۶۷۵ میليونونه ډالرو ډېره برخه ضایعشوې
سیګار: هره ورځ نږدې ۲۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل کيږي
د سیګار راپور: د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ۳۵ سنله زیات شوي
دا اداره وړاندې لیکي، د تېر کال اکتوبر کې افغان حکومت د افغانستان پر ۵۳،۸ سلنه ځمکې باندې کنټرول لرلو او پاتې ځمکې له وسلهوالو طالبانو سره وې او یا یې د هغو نیولو لهپاره مخالفت کولو.
سیګار وايي، طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې لوی ښارونه ونیسي، خو تر بل هر وخت ځواکمن شوي.
د دې ادارې په راپور کې د ولسمشر غني په څلور کلنه واکمنۍ کې د ۴۵ زره افغان سرتېرو وژل کېدو ته هم ګوته نیولې او ویلي یې دي چې ښاغلي غني د دندې له پیله په منځني ډول د میاشتې ۸۴۹ سرتېري وژل شويدي.
د راپور په باور، په نږدې درېیوو میاشتو د داعشیانو بریدونه کم شوي.
افغان چارواکيو تل د سیګار راپور بېبنسټه بوللی دی.