
ولسمشر محمداشرف غني نن د سولې او ځوانان په نامه غونډې کې وویل چې سوله د بندو دروازو تر شا د لږکیو له لوري پایلې ته نه رسېږي.
ښاغلي پهدې غونډې کې ـ چې د لویې جرګې په خېمې کې جوړه شوېوه ـ زیاته کړه چې د جنګ کیلي اسلاماباد، کویټې او راولپنډۍ کې ده. دا هغه خبره ده چې د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په تقابل کې ده. خلیلزاد د رسنیو له مسوولانو سره په یوه غونډه کې ویلي وو چې د سولې کیلي د افغانانو په لاس کې ده.
ښاغلي غني همداراز په نننۍ غونډې کې وویل: «موږ موقته سوله نه، بلکې تلپاتې سوله غواړو.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې نړۍوال بنسټونه د سولې په اړه بریالۍ تجربه نهلري.
ښاغلی غني په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د پراخو اصلاحاتو او قانون تعدیل خبر ورکوي او وايي چې راتلونکې ټاکنې به په بایومتریک ډول وي.
غني: د هر چا سره سوله غواړو؛ خو افغانان کمزوري نه دي
غني: سوله يواځې په بهرنيو مذاکراتو نهشي راتلی
سلام ضعیف: په افغانستان کې جنګ او سوله تحمیلي بڼه لري
دی همدارنګه وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې باید په دوو ورځو کې په شفاف ډول اعلان شي او هم باید د ولسمشرۍ نوماندان خلکو سره د سولې په اړه وړاندیزونه شریک کړي.
هغه د خبرو په پای کې د خپل ډېر کار علت د نورو کمکاري وګڼله، «که زه ۱۶ ساعته کار کوم علت یې دا دی چې نورو ۲ ساعته کار هم نهدی کړی.»
د ټاکنو نامشرعوالی
په قطر کې د طالبانو د دفتر پخواني رییس شېرمحمدعباس ستانکزي د یوې ویډیو په خپرولو سره د ټاکنو په اړه ویلي چې د افغانستان ټاکنې رڼې نهدي او هغه حکومت چې د دې ټاکنو په پایلو کې راځي، «د طالبانو د ډلې له نظره نامشروع ګڼل کېږي.»
هغه افغانستان «د اشغال تر سیوري لاندې» او «د ملي یووالي حکومت نامشروع» بولي.
هغه وايي: «هغه ټاکنې چې لس سلنه خلک په کې ګډون نهکوي، څنګه ټاکنې دي او څنګه د افغانانو استازولي کولی شي؟»
ښاغلی ستانکزی وايي چې طالبان د استقلالیت د نهشتوالي له امله له ولسمشر سره د سولې په اړه خبرې نهکوي. هغه زیاتوي، نه پوهېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د ولسمشر له لوري دي او که د امریکا له لوري دیکته شويدي.
په وروستیو کې د سولې په اړه خبرو اترو زور اخېستی، د وروستي مورد په اړه په قطر کې د طالبانو او امریکا استازیو ۶ ورځنۍ غونډې ته نغوته وکړو.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو مطرح څېرې د سولې په بهیر کې د حکومت له لوري د رهبرۍ رولو د لوبولو غوښتونکي دي. ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر پهخپل تویټر کې د سولې خبرو اترو په اړه لیکلي چې «حکومت هغه وخت کولی شي دا ډول نقش ولوبوي چې د انزوا له څنډې او تنګنظرۍ نه ووځي، ملت د ملي اجماع تر چتر لاندې متحد کړي او د سولې لهپاره د قدرت د قربانۍ لهپاره چمتو اوسي.»

دا متن «دا حکومت سوله نهشي رهبري کولی» په هشټګ کارولو سره پای ته رسېدلی دی.





