په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر پيري مایدون وايي، که څه هم د افغان سولې په اړه د څو کسانو ترمنځ د مېز پر سر خبرې کېږي، خو رښتینې او تلپاتې سوله به د افغانستان په کلیو کې ټینګېږي.
نوموړي چې نن په کابل کې «د افغانستان کلي، رښتینی افغانستان» په نوم غونډې کې خبرې کولې وویل، د افغان سولې په پروسه کې باید د کلیوالو غږ واورېدل شي؛ ځکه د دولت د وسلهوالو مخالفانو پر وړاندې تر ډېره هغوی ولاړ دي.
د مایدون په وینا، د افغانستان کلیو ته باید پام وشي؛ ځکه په وینا یې ۷۵ سلنه افغانان په کلیو کې اوسېږي او د هېواد راتلونکی اقتصاد یې هم پر کلیو پورې تړلی دی.
اروپايي اتحادیه د افغان سولې پروسې ضمانت ته تیاره ده
په همدې حال کې یو شمېر ولسوالانو په کلیو کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو پراخ حضور، د دولت بېغورۍ، د بودیجې په وېش کې پراخ فساد او د ولسوالیو ستونزو ته د نه پام په اړه شکایت وکړ.
د خوست ولایت د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدران وايي، وسلهوالو طالبانو د هېواد ډېر کلي قبضه کړي دي.
د نوموړي په وینا، له خلکو د وسلهوالو طالبانو ۱۰ سلنه باج اخیستو او د پروژو په پلي کولو کې د دولتي ادارو فساد، کلیوال ستړي او ناخوښه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پهدې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو موضوع توده شوې او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تازه ویلي چې د سولې کیلي د افغانانو په لاس کې ده.