یو شمېر مدني بنسټونه له نابرابرۍ سره د نړیوال کمپاین په وروستۍ ورځ وايي، د هېواد په ښارونو او کلیو کې ډېری خلک له فقر او بېوزلۍ سره مخ دي.
د دوی په وینا، فساد، زورواکي او کورنۍ جګړې لامل شوي چې په افغانستان کې د نابرابرۍ کچه له ټيټې درجې، منځنۍ هغې ته پورته شي او دا د اندېنښنې وړ موضوع ده.
مدني فعاله نجیبه ایوبي، له نابرابرۍ سره د مبارزې نړیوال کمپاین چې په افغانستان کې د «سویلي اسیا د ټولو لپاره عادلانه کړئ» په نوم کمپاین نابرابرۍ ته د دولتونو، په ځانګړې توګه د افغان دولت پام اړولو، د فقر له منځه وړلو او له نابرابرۍ سره د مبارزې لپاره د مدني ډلو د راغونډولو په موخه پیل شوی و.
بېوزلي، نیستي او د ژمي رارسېدو د کورنیو بېځایه شویو ژوند ستونزمن کړی
د نوموړې په وینا، له ۱۹۸۰ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې د وګړیو ناانډولي په ټیټه کچه کې وه، خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی او دا په افغانستان کې د ناانډولۍ ښکارندويي کوي.
بلهخوا د افغان ښځو شبکې بله غړې روشن مشعل وايي، د سویلي اسیا د اتحاد دفتر په همکارۍ د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره هڅې کوي چې سویلي اسیا، په ځانګړې توګه افغان حکومت د وګړیو ترمنځ د انډول برابرولو مسوولیت لري او پهدې اړه ځواب ویونکی دی.
په همدې حال کې د مدني ټولنې غړیو په یوه پرېکړهلیک کې چې شپږ مادې یې لرلې، له افغان حکومته وغوښتل چې د بډایو او بېوزلو ترمنځ انډول، د ښځو پر وړاندې د تبعیض او په وړیا توګه د ښځو له کار کولو د مخنیوي، د کار په توګه د ښځو له لوري د کورنیو کارونو محاسبې، له ډېموکراټیکو حقونو او د قوانینو له اجرا نه دوامداره ملاتړ، او د نابرابریو پر وړاندې د عدالت غوښتنې په موخه د مدني ټولنې لپاره د سالمې فضا رامنځ ته کولو برخې ته جدي پام وکړي.