صیاد: معترض نوماندان دې خپل اسناد څارنوالۍ ته وسپاري

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، په دغه کمېسیون کې د فساد په اړه د یوې رسنۍ له لوري خپور شوی خبر د ملي یووالي روحیې او د رسنیو د مسلکي کار خلاف عمل دی.

د ټاکنو کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدېع صیاد وايي، هر نوماند چې پر کمېسیون د فساد سند لري، په‌کار ده چې عدلي او قضايي ادارو ته یې وسپاري، څو یې په اړه قانوني اقدام وشي.

د صیاد په وینا، په کمېسیون کې د فساد په اړه د یوه نوماند د ادعا پر بنسټ له توازن پرته د راپور خپرېدل، د یوه رسمي دولتي بنسټ باور ته زیان اړوي چې په وینا یې دا له کمېسیون نه د نوماند غچ اخیستل دي.

په تېرو دوو ورځو کې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د یوه نوماند محمدلایق ملکزاده له قوله په‌کې پر کمېسیون تور پورې شوی چې د بریا په بدل کې یې ترې ۵۰۰ زره ډالر غوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له کابله د ولسي جرګې معترضو نوماندانو نن د اعتراض په توګه د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر دروازه وتړله.

د یادو نوماندانو اعتراضونه له تېرو څو ورځو راهیسې روان دي او د کابل د رایو پر باطلولو ټینګار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام